Language

جلال اباد، چاريکار (پژواک١٣ليندۍ٩٢): په ننګرهار او کاپيسا کې لسګونه ښځينه نرسانې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې.

د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د ليندۍ په ١٣مه په همدې مناسبت د يادو نرسانو له لوري د سوګند مراسم تر سره شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو ٣٤ نرسانو ته د نرسنګ په برخه کې دوه کلنې زده کړې ورکول شوې، چې نن په رسمي ډول فارغې شوې.

هغه وايي: ((دغه نجونې چې له دوولسم ټولګي څخه فارغې شوې، د ټولو ولسواليو د قومي مشرانو په خوښه او د ولايتي شورا په تاييد موږ ته راپېژندل شوې وې.))

د ده په وينا، دغه نجونې هغو ولسواليو ته د دندو په موخه واستول شوې، په کومو کې چې ښځينه نرسانو ته اړتيا ليدل کيږي.

د عامې روغتيا د رييس په خبره، دا لومړى ځل دى چې په ننګرهار کې ښځينه نرسانې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغېږي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

د هغه په وينا، له دې وړاندې يې له ١٥٠ زياتې قابله ګانې هم فارغې کړې دي، خو د يادو نرسانو په فارغېدو سره به په لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې د پام وړ کموالى راشي.

نوموړى وايي: (( داسې ولسوالۍ وې چې په هغې کې مسلکي ښځينه نرسانې نه وې، چې اوس به دغه ستونزه له منځه لاړه شي.))

شېرزاد وويل، درې مجهز امبولانسونه هم د روغتيا وزارت له لوري له دوى سره مرسته شوې، چې يو يې د هسکې مېنې ولسوالۍ او دوه نور يې د تورخم-جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې ځاى پر ځاى کړي، ترڅو د بېړنيو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال له خلکو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه:((دغه امبولانسونه شاوخوا يو سل زره ډالر قېمت لري، چې ټول اړوند لوازم لري.))

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين، په دې ولايت کې د يادو ښځينه نرسانو په فارغېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې يادې نرسانې کولى شي ګڼ شمېر خلک د مرګ له کومې راوباسي.

هغه زياته کړه: ((تر ټولو مهمه خبره اسلامي او طبي اخلاق دي، دوى بايد طبي او اسلامي اخلاق ولري.))

دى وايي، د يادو نرسانو په فارغېدو سره به په لرو پرتو ولسواليو کې د ښځينه نرسانو ستونزه هواره شي.

امينه، چې له يادو دوه کلنو زده کړو څخه فارغه شوې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دوو کلونو زده کړو وروسته يې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي، وروسته له دې به د هسکې مېنې ولسوالۍ ته د دندې لپاره ځي.

هغه وايي: ((زه خوشحاله يم چې زموږ د ولسوالۍ قومي مشرانو او سپين ږيرو پر ما باور کړى او دغو زده کړو ته يې ور پېژندلې يم، زه به د خپلې ټولنې خدمت کوم.))

د نوموړې په خبره، که چېرې زمينه ورته برابره شي، نو دوى کولى شي له دې پورته هم زده کړې وکړي، ترڅو خپلې ټولنې ته په مسلکي بڼه خدمت وکړي.

د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې هم نن، ٥٣ ښځينه نرسانې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ميرزامحمد رجا، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې قابله ګانې د پروان، کاپيسا، پنجشېر او بدخشان ولايتونو اړوند وې، چې د خپلو ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې به دنده ترسره کړي.

ده زياته کړه، په دې سره به د ميندې د مړينې کچه راټيټه شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.