Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک ۱۳ لیندۍ ۹۲ ) : پر امنیتي سند د کابل او واشنګټن ترمنځ د راپیدا شوې شخړې پر سر د خبرو اترو لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی.

په کابل کې دامریکا د سفارت یوې سرچینې دلیندۍ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی نن ناوخته کابل ته رسیدلی دی.

خو دسفارت سرچینې دا ونه ویل چې هغه به له ولسمشر حامد کرزي سره ګوري او په کومو موضوعاتو به سره خبرې کوي.

بلخوا په واشنګټن کې امریکایي سرچینې رایټرز خبري اژانس ته ویلي  چې ځانګړی استازی جیمز ډوبینز به له افغان چارواکو سره د امنیتي سند پر سر د رابیدا شوې شخړې د هواري لپاره خبرې کوي.

جیمز ډوبینز وړمه ورځ پاکستان ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره یې دافغانستان دسولې دپروسې ترڅنګ پر یو شمیر موضوعاتو خبرې کړې دي.

تر دې مخکې نن په واشنګټن کې دامریکا  د بهرنیو چارو وزارت مرستیال  ویاند ماري هارف خبریالانو ته وویل چې ډوبینز په اسلام اباد کې خو کابل ته د هغه د سفر په اړه د معلوماتو ورکولو یې ډډه وکړه.  

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو  لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

 د ولسمشر کرزي تر دې شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او امریکا ګواښنه کړې چې که دا سند په وخت لاسلیک نه شي، نو افغانستان سره د شویو مالي مرستو د بندولو ترڅنګ به  خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.

بلخوا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې نن په بروکسل کې پای ته ورسیده، له افغان حکومت وغوښتل شول چې دا سند ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د ناټو سرمنشي راسموسن که چیرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند لاسلیک نه شي، ددوی نوی ماموریت هم نه شی پیلیدی.

هغه زیاته کړې وه، چې که امنیتي سند لاسلیک شي، د همکارۍ ددوی  نوی ماموریت به له ګواښ سره مخ شي.

 د هغه په وینا، تر دې تړون وروسته به ناټو خپلې ټولې ژمنې پوره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.