Language

په تورخم کې د لويو موټرو تله وتړل شوه

جلال اباد (پژواک١٣ ليندۍ٩٢): د ننګرهار- تورخم په سرحدي ښارګوټي کې د لويو موټرو ترازو د ولايت مقام له لوري وتړل شوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تورخم کې د لويو موټرو د تللو ترازو د ننګرهار د والي له لوري وتړل شوه.

دغه ترازو پر داسې مهال تړل کيږي، چې په تېرو څو کلونو کې له لويو موټرو څخه په دې تله کې په بېلابېلو نومونو پېسې اخيستل کېدې.

سوداګرو ادعا کوله، چې په ياده  ترازو کې د پخواني والي ګل اغا شېرزي له لوري د بيارغونې په نوم پيسې اخيستل کېدې، چې وروسته دغه پيسې بيا د غزني د بيارغونې په نوم اخيستل کېدې.

څه موده وړاندې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي و، چې د تورخم په ترازو کې يې ټولې ناقانونه پيسې بندې کړې دي.

خو څو ورځې وروسته بيا هم په ترازو کې ناقانونه پېسې اخيستل کېدې، چې له امله يې د ننګرهار مرستيال والي ګرديوال او ورسره نورو چارواکو تورخم ته سفر وکړ او د فوايدعامې رييس ته يې لارښوونه وکړه،چې د ترازو ټول کارکوونکي دې پرته له کمپيوټر کار څخه بدل کړي.

ننګرهار ته د نوي والي په راتګ سره په تورخم کې ترازو وتړل شو،د والي وياند احمدضياءعبدالزى وايي، چې د والي په امر دغه ترازو تړل شوې، خو يو کمېسيون  هم جوړ شوى ،چې د بار وړونکو لپاره به په يو طرز العمل کار کوي.

هغه زياته کړه : (( دغه طرز العمل  کې به دا په ډاګه شي، چې څنګه وکولى شي د ډېر وزن مخه ونيول شي.))

نوموړى وايي، ياد کمېسيون چې هره پرېکړه وکړي هماغه به عملي کوي ، تر څو په ترازو کې د ناقانونه پيسو مخه ونيول شي.

عبدالزي دا هم وويل ، چې دا کمېسيون به د باروړونکو موټرو وزن  کنټرولوي، خو دا چې ترازو بنده شي په څه ډول به يې کمېسيون کنټرولوي په اړه يې څه ونه ويل.

بلخوا د نور ساختماني شرکت کارکوونکي انجنير صالح پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تورخم –جلال اباد پر لويه لار بار وړونکي موټر بايد پر هر اکسل دولس ټنه وزن راوړي.

هغه زياته کړه، چې د ترازو په بنديدو سره که څه هم د فساد مخه نيول کيږي ، خو سړک به خراب شي.

نوموړى وايي: (( د ترازو بندېدل به سړک نور هم خراب کړي اوس خو لږ لږ جوړ دى.))

لارۍ چلوونکي قرارالدين پژواک ته وويل، چې د پخوا په شان دوى په خپلو لاريو کې وزنونه راوړي.

هغه زياته کړه : ((دا دوه ورځې کېږي، چې تله بنده شوې اوس رانه پېسې نه اخلي.))

قرار الدين زياتوي ، چې اوس مهال د لويو لاريو چلوونکي په خپلسر شوي او څومره وزن يې چې خوښ وي راوړي يې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.