محمودراقي (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د کاپيسا ولايت په يوه علني محکمه کې دوه تنه د قتل په تور په ١٧ او ١٦ کلونو بند محکوم شول.
د کاپيسا د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالۍ د استيناف محکمې مشر قاضي لطف الرحمن وويل، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ په حمزه خېلو کلي کې د سمير په نوم يو تن وژل شوى و، چې د پېښې په تړاو پنځه تنه تورن ونيول شول.
ده زياته کړه، له دې ډلې دوه تنه فريدون او احمدسميع هر يو په ١٧ او ١٦ کلونو بند محکوم شول او پاتې نورو چې يوه په کې ښځه وه، برائت ترلاسه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP