غزني ښار (پژواک ١٤ ليندۍ ۹۲): د غزني د پوهنې رياست وايي، چې وسله وال مخالفين ددې ولايت د پوهنې په چارو کې مثبته مداخله کوي، خو د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې په وده کې د هر چا د همکارۍ هرکلى کوي.
دغه مطلب د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه څرګند کړ.
عابد زياته کړه: ((وسله وال طالبان کله کله ښوونځيو ته ورځي، زده کوونکو ته کتابچې ورکوي او له ښوونکو غوښتنه کوي، چې غيرحاضري ونه کړي ان کله کله له ښوونکو سره جلسې هم کوي.))
خو د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل وايي، هر افغان، که د حکومت د پروګرامونو مخالف هم وي، چې د مکتب سوځولو، د زده کوونکو او ښوونکو د وژلو پر ځاى د پوهنې د ودې لپاره کار کوي، دوى يې همکارۍ ته لبيک وايي.
د غزني د پوهنې رييس وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او څلورو امنو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي شته، خو په پاتې ١٤ ولسواليو کې د نجونو زده کړې په ټپه ولاړې دي.
د پوهنې رييس له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي، څو يې راتلونکى روښانه شي.
د نوموړي په وينا، سږ کال به له غزني څخه د کانکور په ازموينه کې نږدې ۱۳۰۰۰ زده کوونکي چې ۳۰ سلنه به يې نجونې وي، ګډون وکړي.
عابد زياته کړه، راتلونکي کال ته په پام کې لري د سيمې د خلکو په مرسته د اندړو په ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي پرانيزي.
عابد وايي، چې د دغه ولايت ٥٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرى زده کوونکي په نا مناسبه شرايطو کې زده کړې کوي.
نوموړى زياتوي، د پوهنې پخواني رييس ژمنه کړې وه، چې سږ کال به ٩٠ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي، د هغه دغه ژمنه پر ځاى نه وه، ځکه چې اوس په دې برخه کې ٨ پروژې تر کار لاندې دي.
دى زياتوي، په يادو پروژو کې هغه ښوونځي هم راځي، چې کارونه يې پخوا پيل شوي خو لا بشپړ شوي دي.
د پوهنې رييس وويل، د پوهنې له رياست سره چې مخکې کومو مرستندويو موسسو مرسته کوله، هغه مرستې درېدلې، له همدې امله دوى اوس د بودجې له کموالي سره مخ دي.
نوموړي له يادو موسسو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې د پياوړتيا لپاره دې خپلې مرستې بېرته پيل کړي.
د غزني د پوهنې رييس وويل، چې د چارو پر وړاندې يې يو شمېر امنيتي ستونزې هم شته، چې له امله يې اوس مهال د دغه ولايت نږدې شل ښوونځي تړلي دي.
دغه ښوونځي ځيني داسې هم دي، چې خپله خلک يې نه غواړي په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.
د عابد په خبره، د غزني د مرکز اړوند د شهباز خان په سيمه کې يې ښوونځی جوړاوه خو د امنيتي ستونزو له امله يې پر جوړېدو ونه توانېدو.
هغه د مسلکي ښوونکو کمښت هم يوه ستونزه ياده کړه او زياتوي، چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره يې کار پيل کړى او ډېرى ښوونکي يې دارالمعلمينونو ته معرفي کړي دي.