لښکرګاه( پژواک،١٤ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي،د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې په يوه امنيتي پوسته کې ځانمرګي بريد يو پوليس وژلى او څلور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول فواد عسکري د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګى بريدکوونکى د پوستې له تلاشۍ تېر شوى و او د پوستې له دروازې سره يې ځان ته چاودنه ورکړې ده
نوموړى وايي، چې دغه بريد تېره شپه تر سره شوى دى.
خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت مرستيال حاجي ويس وايي، په امنيتي پوسته کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او درې ټپيان دي.
هغه زياتوي:((تراوسه دا معلومه نه ده،چې چاودنه څنګه رامنځ ته شوې، مخالفينو چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو اوکه په پوسته کې د راکټ مرمۍ د چاودنې له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.))
د دې پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.