لښكرګاه (پژواك ١٥ ليندۍ ۹۲)د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي شکايت کوي چې د ژمي رارسېدو سره د سوند توکو بيې لوړې شوې دي او دحکومت لخوا بيې نه کنټرولېږي.
د دې ولايت د مرکز لښكرګاه ښار يو تن اوسېدونكي حبيب الله پژواك خبري اژانس ته وويل ، چې د ښاروالۍ د مسوولينو د نه پاملرنې له امله هټيوال پخپل سر توكو ته نرخونه ټاكي .
هغه زياته کړه چې له يوې خوا په ښاركې د سون لرګي نه پيداكېږي او له بلې خوا يې بيې ډېرې لوړې شوې دي.
حبيب الله وويل چې په يو من لګري (څلور نيم کيلو) پخوا په ٢٠ افغانيو وه او اوس يې بيه ٣٢ افغانيو ته لوړه شوې ده.
نوموړي دغه راز زياته كړه چې ګاز هم كيلو له څلوويښت افغانيو څخه اويا افغانيو ته پورته شوې ده چې پير د ښار دعامو خلكو له توانه يې وتلى دى.
د لښكرګا ښار د څلويښت مترۍ د سيمې يو تن اوسيدونكى احمد جان وايي چې دولت پر بيو هېڅ کنټرول نه لري او دوکاندران پخپل سر بيې ټاکي.
هغه زياته کړه چې په ښار کې برېښنا نشته چې له امله يې د ګازو کارول زيات شوي، خو بيې هم لوړې شوې ، غريب سړى يې د رانيولو توان نه لري.
د نوموړي په وينا، د ښاروالۍ مسوولين او په ټوله كې دولت كولى چي روانو ستونزو ته دحل لاره پيداكړي خو نه پوهيږي چې ولې په هره برخه كې دولتي مسوولين له خپلو مسئوليتونو څخه ناخبره دي.
دده په خبره ، كه چېرې د سوند توکو د لوړو بيو ستونزه ژر هواره نه شي، نو د هوا په سړېدو سره به يې ستونزې يو په دوه شي .
بل پلو دلښكرګاه ښاروالۍ ددفتر امر احمد مسعود سيلاب وايې چې دوى په هرو پنځلسو ورځوكې د توكو د نرخونو د ټاكلو په موخه پر هټيوالو پاڼې وېشي.
هغه پژواک ته وويل ، چې هيڅ كله يې خپل مسووليت نه دى هېر كړى ، خو زياتوي، د خلکو لګښتونه زيات شوي چې له امله يې بيې هم لوړې شوې دي.
سيلاب وايې ، هغه هټيوال به ونيول شوي چې له قانون څخه سرغړاوى كوي او له اصلي نرخ څخه توكې په لوره بيه پلوري.