Language

د موسى کلا په نښته کې ٤ پوليس او ٢ طالبان وژل شوي

کابل ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٢ ): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې ديوه مرموز داخلي بريد له امله څلور پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند دامنيه قوماندانۍ وياند احمد فواد عسکري د ليندۍ په ١٥مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د موسى کلا ولسوالۍ د يتيمسي په پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو په پوستې بريد کړى و  او په رامنځته شوې نښته کې څلور پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي  او يو پوليس ټپي دى.

دى وايي چې د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې دي او دهغوى د پوليسو يو ميل وسله هم له ځانه سره وړى دى.

عسکري وايي چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو په موخه يو پلاوى سيمې ته تللى دى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى ددوو نفوذي طالبانو پر پوستې بريد کړى و، او د پوستې د قوماندان منصور په ګډون اوه پوليس يې وژلي دي.

ده زياته کړه چې ملګرو يې يو کرولا موټر او د پوستې ټولې له ځانه سره وړي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې  هم په هلمند کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

Related Topics