جلال اباد (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ دوه بجې افغان او بهرني ځواکونه د اچين شډل بازار ته د عملياتو په موخه روان وو چې د مامند تنګي په سيمه کې د وسله والو له کمين سره مخ شول.
نوموړى وايي، د بريد په ترڅ کې نښته رامنځته شوه، چې د شپې تر اتو بجو يې دوام وکړ.
عبدالزى زياتوي، چې په نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ده په خبره، چې په نښته کې دوه پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.
د والي وياند وويل، چې له وسله والو مخالفينو څخه درې راکټ او دوه کلاشينکوفونه هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده په نښته کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د غني خېلو د روغتون امر ډاکټر رحمان ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د نښتې له سيمې يو ملکي وګړى ور وړل شوى چې برسېرن ټپي و.
د سپين غر اوسېدونکى حاجي نقيب وايي، چې ګډ ځواکونه شډل بازار ته د نشه يي توکو د ازاد بازار د ړنګولو په موخه تللي وو.
نوموړي پژواک ته وويل: ((خو په بازار کې خلک خبر شوي وو ټول کاروباريان تللي وو.))
دى وايي، چې ګډ ځواکونه شډل ته نارسېده په مامند تنګي کې له وسله والو سره په نښته واوښتل.
څو ورځې وړاندې د اچين ولسوال سيد رحمن مومند له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې د اچين په شډل او مامند کې په ښکاره ډول نشه يي توکي پېر او پلورل کېږي، خو دوى د امنيتي ستونزو له امله سيمې ته نه شي تلاى.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو ته يې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
دى په نښته کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو خبره هم مني او وايي، چې ياد کسان د هوايي بمبار له امله وژل شوي دي.
ياده دې وي چې اچين او سپين غر د ننګرهار له هغو دوو نا امنو ګاونډيو ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې د وسله والو د شتون له امله په کې نشه يي توکي په ازاده توګه خرڅېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP