Language

په ځينو سيمو کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته بجې د خوګياڼو ولسوالۍ په بر بيار سيمه کې وسله والو د افغان ګډو ځواکونو پر ګزمې بريد وکړ چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

مشرقيوال وويل، چې په نښته کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او نښته پاى ته رسېدلې ده.

خو د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې له سيمې ورته دوه مړي چې يوه يې ښځه او يو يې سړى و، له يوه ټپي سره ور وړل شوي دي.

ده وويل: ((دا کسان ټول عام وګړي دي، خو نه پوهيږي، چې د چا پر ډزو به خوږ شوي وي.))

نوموړى وايي، چې د ټپي کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي مرکزي روغتون ته يې ولېږدول شي.

د سيمې اوسېدونکي فضل جان پژواک ته وويل، چې له سهاره تر يوې بجې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې وه، چې د ډزو په جريان کې درې ملکي وګړي هم لګېدلي دي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو تګ راتګ د دوى سيمې ته زيات شوى، نو ځکه وخت ناوخت نښتې هم رامنځته کېږي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته ويلي، چې په نښته کې د دوو پوليسو د وژل کېدو او څلورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

نوموړي په نښته کې د خپل يوه ملګري ټپي کېدل هم تاييد کړل.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال زياتوي، چې پرون ورځ يې د ګډې ګزمې پر مهال د خوګياڼو په ولسوالۍ کې دوه تنه چې يو يې د ريموټ کنټرول ماين جوړوونکى و او بل ماين خښوونکى، نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو عملياتو کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه په جغتو او نرخ ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې درى وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي او يو طالب قوماندان ژوندى نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.