کابل (پژواک ١٦ليندۍ٩٢): د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت د ٩٧٠ کيلو ګرامه تارياکو د نيولو خبر ورکړ .
له نشه يي توکيو سره د مبارزې مرستيال باز احمد احمدي د ليندۍ په ١٦مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې ياد توکي له نشه يي توکيو سره د مبارزې پوليسو تېره ورځ د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې نيولي دي .
هغه زياته کړه ، چې ياد شوي نشه يي توکي په لارۍ ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي وو او په تور يې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د احمدي په وينا، له يادو کسانو څخه پلټنې راونې دى.
نوموړي دا هم وويل ، چې د دې معينيت پوليسو په تېره اونۍ کې شل کيلو ګرامه هيرويين د کابل په پلچرخي دروازه کې کشف او ضبط کړي دي .
احمدي وايي ، چې د يادو هيروينو په تور يو تن نيول شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو اونيو کې له نشه يي توکيو سره دمبارزې پوليسو درې ټنه بېلابېلا ډوله نشه يي توکي له يو شمېر تورنو کسانو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې نيولي دي .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن