Language

د سپين غر زون د کلب لوبډلې مس عينک زون ته ماتې ورکړه

جلال اباد ( پژواک ١٧ ليندۍ ٩٢ ) : د زونونو ترمنځ د کرکټ د شل اووريزو سياليو په ترڅ کې د سپين غر زون  لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د زونونو د کلبونو ترمنځ د (انټراکلب) په نامه دغه شل اووريزې سيالۍ دليندۍ په ١٧مه،د ننګرهار ولايت د بهسودو پله د کرکـټ په لوبغالي کې پيل شوې دي.

د سپين غر زون د کرکټ ادارې يوه کارکوونکي سيدحسرت سادات  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د نننۍ لوبې پچه سپين غر زون وګټله او لومړى يې د لوبې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه ،چې د سپين غر زون کلب لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ١٠ لوبغاړو په سوځېدو ١٧١ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٧٢ منډو هدف ورکړ.

سادات وويل ، چې د مس عينک زون د کلب لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړى او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې ١٦٦ منډې جوړې کړې او دغه راز د سپين غر زون لوبډلې د پنځو منډو په توپير سره دا لوبه وګټله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.