Language

د هېواد په ختيځ کې د سينه بغل واکسين د تطبيق لړۍ پيل شوه

 جلال اباد(پژواک ١٧ ليندۍ٩٢): د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې نن يې په ختيځه حوزه کې د سينه بغل ناروغۍ پر وړاندې د واکسين لړۍ پيل کړه.

 د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، نن لومړى ځل دى چې د هېواد په ختيځه حوزه کې د سينه بغل واکسين د تطبيق لړۍ پيل کړه.

 نوموړى وايي ،چې په ختيځ کې د سينه بغل له امله د ماشومانو د مړينې درجه لوړه وه او هغه احصائيه چې په ٢٠٠٤ کال کې ترسره شوې وه، په ټول هېواد کې شاوخوا ٣٧ زره ماشومان د سينه بغل له امله مړه کېدل.

 ده وويل: (( هغه ماشومان چې عمرونه يې له يوه کال څخه کم وي هغوى ته به دا واکسين عملي شي.))

 هغه زياته کړه، چې ددغه کمپاين له تطبيق سره به په ختيځه حوزه کې  ماشومان له يادې مرګونې ناروغۍ څخه وژغورل شي .

 دى وايي ، چې د ختيځې حوزې په ټولو صحي مرکزونو کې به دغه واکسين موجود وي او هر څوک کولى شي، چې خپلو ماشومانو ته ياد واکسين ورکړي.

 د شېرزاد په وينا ، چې دا واکسين د (نوموکوکل) ميکروب ضد واکسين په نوم ياد ديږي ،چې له ياد ميکروب څخه د سينه بغل، د دماغي او د غوږونو د ميکروب ناروغۍ  پيدا کيږي،چې ددې واکسين  په تطبيق سره به ددغو مرګونو ناروغيو مخه ونيول شي.

 بلخوا د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د ختيځې سيمې پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ، چې خپل ماشومان دې واکسين کړي، تر څو له يادې مرګونې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

هغه زياته کړه: (( د خپلو ماشومانو راتلونکى په نظر کې ونيسئ، تر څو راتلونکى يې روښانه شي.))

نوموړي پر امنيتي ادارو هم غږ وکړ، چې د واکسين د تطبيق په برخه کې دې له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي.

 ياده دې وي، چې تر دې مهاله په هېواد کې د اوو ناروغيو د مخنيوي په موخه واکسين تطبيق شوى ، چې له ډلې څخه يې د ګوزڼ،شري،نري رنځ،تورزيړي، تيتانوس او داسې نور د يادونې وړ دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.