Language

کابل (پژواک،١٧ليندۍ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ايران ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر له امله، افغان حکومت د امريکا د دفاع له وزير چک هېګل سره د کتنې غوښتنه نه وه منلې.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې امريکايي چارواکو له کرزي سره د چل هېګل د کتلو غوښتنه کړې وه.

موسى زي وويل:” البته چې د متحده ايالتونو حکومت د ښاغلي هېګل تر سفر وړاندې، له ولسمشر کرزي سره د هغه د ملاقات غوښتنه کړې وه، خو دا چې دا ملاقات له ١٧ قوس يا اتم دسمبر سره براوو او نن جلالتماب جمهور رييس ايران ته له مخکې پلان شوى سفر درلود، نو ممکنه نه وه، چې دا ملاقات نن ترسره شي.”

خو چک هېګل خبريالانو ته ويلي ، چې له ولسمشر کرزي سره کتنه يې د سفر په اجنډا کې نه وه. نوموړى پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغى او له خپل افغان سيال بسم الله محمدي او لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي سره يې وکتل.

چک هېګل وويل ، چې د افغانستان د ملي دفاع وزير د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک ډاډ ورکړى دى.

دا په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړې استازي جميز ډوبنز او د اوباما د ملي امنيت مشاورې سوزان رايس وروسته، درېيم لوړپوړى امريکايى چارواکى دى، چې کابل ته راځي.

دا سفرونه وروسته له هغه ترسره کېږي ، چې د امنيتي تړون پر سر د افغان حکومت او امريکايي چارواکو ترمنځ اړيکې، ترېنګلې شوې دي.

امريکا په ډېر ټينګار سره د روان ميلادي کال تر پايه د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه کوي، خو افغان ولسمشر ددې سند لاسليک ته ځينې شرطونه وړاندې کړي دي. کرزي د افغانانو پر کورونو د امريکايي پوځيانو د بريدونو بندولو او له طالبانو سره د سولې د خبرو پيل ددې تړون د لاسليک لپاره اړين بللي دي.

که د افغانستان او امريکا ترمنځ دغه تړون لاسليک شي، نو له مخې به يې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو کلونو لپاره د شاوخوا ۱۵ زره امريکايي او د ناټو نورو غړو هېوادونو يوشمېر نور پوځيانو ته د پاتې کېدو جواز ورکړي.

د ناټو د چارواکو په وينا، د ماموريت ټاکل شوی وخت يې د ۲۰۱۴ کال ترپايه افغانستان کې ختمېږي، چې وروسته به د سلامشورې، روزنې او ملاتړ رول ولري.

د امنيتي تړون د اوسنۍ مسودې له مخې، چې د مشورتي لويې جرګې له خوا تاييد شو، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه کابل، بګرام، مزار شريف، هرات، کندهار، شينډنډ، ګردېز او هلمند کې پاتې کېدی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.