جلال اباد (پژواک ١٧ليندۍ٩٢): په ننګرهار ولايت کې نږدې ١٨٠ زرو تنو د نوم ليکنې کارتونه تر لاسه کړي، چې شاو خوا ٦٧ زره يې ښځې دي او لا هم د نوم ليکنې يو شمېر مرکزونه فعاله دي.
يادې څرګندونې د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د بهرنيو اړيکو مسوول عتيق الله شرر د ليندۍ په ١٧مه، د هغې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې، چې په ټاکنو کې د ځوانانو د ونډې په موخه جوړه شوې وه.
شرر وايي ، چې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې يې د نوم ليکنې مرکزونه فعاله کړي و، چې له امله يې تر دې مهاله له ١٨٠ زرو زياتو کسانو نوم ليکنه کړې ده.
هغه زياته کړه : (( داسې ولسوالي نشته چې زموږ د نوم ليکنې مرکز دې په کې نه وي فعال . ))
نوموړي دا هم وويل ، چې د ننګرهار په يو شمېر ناامنو ولسواليو کې د ښځينه قشر نوم ليکنه د امنيتي ستونزو له امله نارينه کارکوونکو کړې ده.
د شرر په وينا، په هغو ولسواليو کې چې امنيتي ستونزې ډېرې وې د ښځينه وو د نوم ليکنې کچه پکې ټيټه ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د بهرنيو اړيکو مسوول وويل: (( حصارک،شېرزاد، پچير اګام او يو شمېر نورو هغو ولسواليو کې ، چې امنيتي ستونزې ډېرې وې، د ښځينه قشر نوم ليکنه کمه ده.))
خو بلخوا يو شمېر لسګونو ځوانانو، چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړى و، اندېښنه څرګندوله چې په راتلونکو ټاکنو کې به پراخه درغلي وشي.
د غونډې يو تن ګډونوال عبدالبصير سباوون پژواک اژانس ته وويل، که څه هم راتلونکو ټاکنو ته د ولس هيله مندي زياته ده ، چې يو ستر بدلون به رامنځته کړي، خو بيا هم د ټاکنو د روڼوالي په اړه اندېښنه لري.
ده وويل ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او امنيتي ادارې بايد د ټاکنو د شفافيت لپاره کار وکړي، تر څو ټاکنې مشروعيت تر لاسه کړي.
سباوون وايي: (( ځوانان به د سر په بيه په ټاکنو کې ونډه واخلي، خو د دې ضمانت څوک ورکولى شي ، چې په ټاکنو کې به درغلي نه کيږي.))
نوموړي پر اړوندو ادارو غږ وکړ، چې د ټاکنو د شفافيت لپاره دې کار وکړي.
د غونډې يوه بله ګډونواله ډاکټره برېښنا وايي ، هغه ولسوالۍ چې امنيتي ستونزې يې لرلې پکې د ښځينه وو نوم ليکنه کم رنګه ده.
نوموړې زياته کړه ، چې په ښارونو کې ښځو د سړو په پرتله ډېره نوم ليکنه کړې ده.
هغې پژواک ته وويل: (( لا خو د نوم ليکنې مرکزونه شته، کېداى شي دا د ښځو د نوم ليکنې شمېر له دې هم پورته شي.))
ډاکټرې برېښنا زياته کړه ، چې حکومت او د ټاکنو خپلواکه اداره دې د ټاکنو د شفافيت په برخه کې کار وکړي.
د چارو شنونکي محمد انور سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى راتلونکو ټاکنو ته هيله مندي لري ،چې ټاکنې به ترسره کيږي او په هېواد کې به يو مثبت بدلون راوړي.
هغه زياته : ((يواځې په ننګرهار کې ١٨٠ زره کسانو نوم ليکنه کړې، چې په دې حالاتو کې دا لويه شمېره ده. ))
نوموړي په ټاکنو کې د ښځو ونډه کم رنګه وبلله او ويې ويل ، چې ښځينه قشر بايد په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
سلطاني زياتوي ، چې د تېرو کلونو په پرتله اوس ځوانان د ټاکنو پر اهميت پوى شوي او دا ځل به وړو اشخاصو ته رايه ورکوي.
ياده دې وي ، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي غونډې زياتې شوې دي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP