کابل (پژواک، ١٨ليندۍ٩٢): په کابل کې د ملي ډيموکراتيک انسټيټيوټ يوه پلاوي د افغانستان د ټاکنيز بهير د ارزونې په ترڅ کې د باوري او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ځينې وړانديزونه کړي دي.
دې پلاوي د ټاکنو او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيونونو غوښتي، چې د سراسري، رڼو او معتبرو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره، بېلابېلو برخو کې خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي، ترڅو پر ټاکنيز بهير د خلکو باور ډېر شي.
د کمېسيون فعاليتونه، په ټاکنو کې د درغلۍ ضد ستراتيژي، د ټاکنو د امنيت، د حکومت د نه لاسوهنې او بې پلوۍ پياوړتيا، د دويم پړاو د ټاکنو د ترسره کولو طرزالعمل او د واک د لېږد د پروګرام هغه برخې دي ، چې پلاوي يې په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو غوښتنه کړې ده.
په دې پلاوي کې، د سوېلي اسيا په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال کارل انډرفورټ، د کاناډا د فډرال پارلمان پخوانۍ غړې ادري مک لافلين، د عادلانه ټاکنو لپاره د اسيايي شبکې د مديره پلاوي غړي ډاماسو مګبوال او د اسيا د پروګرامونو لپاره د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ مشر پيټر مانيکاس شامل دي.
پلاوي د اوو ورځو په لړ کې (د ليندۍ له ١٢- ١٨ نېټې) د ټاکنيز بهير د ارزولو لپاره، له ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانونو له يو شمېر کانديدانو، د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيونونو او امنيتي چارواکو، د مدني ټولنې، ځوانانو او رسنيو له استازو سره کتلي دي.
دا پلاوى وايي، د ټاکنيز بهير د اصلاح لپاره ځينو ترسره شويو هڅو، سياسي مشران، د مدني ټولنې غړي او عام افغانان د ښو ټاکنو ترسره کېدو ته هيله من کړي دي.
دوى د ټاکنو د تنظيم د بنسټونو د چارواکو د ټاکلو په بهير کې، ملي شورا او مدني ټولنې ته ونډه ورکول وستايل، چې پخوا به يواځې د ولسمشر له خوا ټاکل کېدل.
د دې پلاوي غړو، نن په کابل کې خبريالانو ته په خپلو خبرو کې د ټاکنو پر وړاندې ځينو شته ننګونو ته په اشارې سره، د ټاکنو لپاره د ډاډمن امنيت پر نه شتون اندېښنه څرګنده کړه، چې په باور يې کولى شي د رايې ورکوونکو او د کانديدانو او سياسي ډلو د ټاکنيزو منډو ترړو مخه ونيسي.
د تېرو تجربو له مخې، د درغليو امکان، په ژمي کې دکارکوونکو په ځانګړې توګه ښځينه وو روزنه او ګومارنه، د دولت ناپيېليتوب، له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې شونتيا او له کانديدانو سره د کورنيو او بهرنيو لاسوهنو وېره، د دوى په باور د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې پرتې ننګونې دي.
د پلاوي په وړانديزونو کې راغلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کارکوونکو په ګومارنې او هغوى ته د ټاکنو د تنظيموونکو ادارو له خوا د روزنې په برخه کې يو ډول معيار په پام کې ونيسي او دا کمېسيون د مدني ټولنې، رسنيو او د ولايت په کچه د سياسي ګوندونو له استازو سره ليده کاته او خبرې وکړي.
همداراز يې په خپلو وړانديزونو کې، چې په ليکلې بڼه د ملي ډيموکراتيک انسټيټيوټ له لوري خپاره شوي، د ټاکنو کمېسيون ته د ښځو له حقونو د ساتنې او په ټاکنو کې ونډه اخيستو ته د ځوانانو په هڅولو کې ځينې سپارښتنې کړې دي.
دې پلاوي د ټاکنو د بهير د څارنې د تضمين لپاره هم د ځينو هڅو اړتيا ته اشاره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP