Language

جلال اباد(پژواک١٨ ليندۍ٩٢): د جلال اباد ښار سلګونه ځوانان تېره شپه په پښتونستان واټ کې سره راټول شوي وو، د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ يې د شل اووريزې سيالۍ ننداره کوله .

دغه لوبه چې پرون د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان پاکستان ته د ګټلو لپاره د ١٣٨ منډو هدف ورکړ ، چې پاکستان د وروستي اوور په وروستي بال باندې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د جلال اباد ښار په پښتونوستان واټ کې راټولو شويو کسانو په يوه خوله د ملي لوبډلې د ستاينې چغې وهلې او د افغان ملي لوبډلې هر غړى يې ستايه او اتڼونه يې کول.

 د جلال اباد ښار اوسېدونکى سنګر وايي ، چې که څه هم د پاکستان ملي لوبډلې له افغانستانه ياده لوبه وګټله ، خو بيا هم د افغان لوبډلې توپ وهنه او توپ اچونه د ستاينې وړ دي.

هغه زياته کړه : ((د پاکستان د لوبډلې ډېر عمر کيږي ، چې لوبې کوي، مګر افغانان  اوس دغه ډګر ته ورداخل شوي دي.))

نوموړى وايي ،داسې نه ښکاري ،چې افغان لوبډلې دې  دغه لوبه بايللې وي، ځکه مقابلې لوبډلې په ډېرو مشکلاتو سره د ټولو اورونو په لوبولو دغه لوبه وګټله.

 ذبيح الله په پښتونستان واټ کې پژواک ته وويل ، چې د افغان ملي لوبډلې پر ماتې نه دى خواشينى ، ځکه چې مقابلې لوبډلې ته يې خپله وړتيا وښودله.

 ده زياته کړه: (( د پاکستان لوبډلې ويلي وو چې موږ به په ډېرې اسانۍ سره له افغانانو لوبه ګټو، مګر اوس وپوهېدل، چې له افغانانو نه د لوبې ګټل اسانه نه دي.))

 نوموړي پر کرکټ بورډ غږ وکړ، چې د افغان لوبغاړو د ښه تمرين لپاره دې ورته زمينه برابره کړي او هم دې د توپ وهنې يو مسلکي کوچ ورته وټاکي.

ميرويس هم ورته خبره کوي او پر ټولو چارواکيو او شتمنو غږ کوي ، چې د يادې لوبې له امله خپله ملي لوبډله ښه وستايي ، تر څو تشويق شي.

 نوموړى وايي: (( اوس په دې يقيني شوم، چې که له پاکستان سره زموږ بله سيالي شي، نو افغانستان به يې ګټي.))

  د اتصالاتو مخابراتي شرکت د افغانستان کرکټ  د ملي لوبډلې يو له مالي ملاتړ کوونکو ادارو څخه ده ، چې خپل ١٨ تنه پېردونکي يې د يادې سيالۍ نندارې لپاره اماراتو ته ليږلي وو.

 د يادې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د اتصالات د پېرېدونکو ۱۸ کسيزه ډله د لوبې له پيل څخه ۲ ورځې وړاندې شارجې ته تللې وه.

سرچينې زياته کړې، د اتصالات د پېريدونکو د وفادارۍ پروګرام له لارې تل د خپلو پېريدونکو د وفادارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې ده، د غوره پېريدونکو لپاره غونډې جوړوي او  دوی ته مېلمستياوې برابروي ، چې د ډوډۍ او ساعتېرۍ ترڅنګ پېريدونکو ته ډالۍ هم ورکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.