مزارشريف ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو د مدني ټولنو ښځينه فعالې وايي، چې په دغه زون کې د نامسوولو وسله والو شتون او د لرې پرتو سيمو د لارو بندېدل د ټاکنو پر وړاندې له ټولو جدي ستونزې دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۱۸مه، د ((ښځې او ټاکنې)) تر سرليک لاندې دوه ورځنی سيمينار تر سره شو، چې د شمال او شمال ختيځ زون د ټولو ولايتونو د مدني ټولنو ښځينه غړو پکې برخه اخيستې وه.
د ياد سيمينار بېلابېلو ګډون کوونکو پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې وويل، چې دوی د راتلونکو ټاکنو په روڼتيا پوره باور نه لري، چې دولت يې بايد زمينه برابره کړي.
د سولې او ديموکراسۍ موسسې مرستيالې او د ياد سيمينار يوې تنظيمونکې هما ساپۍ پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمينار ډېری ګډونکونکو د راتلونکو ټاکنو په روڼتيا په پوره توګه باور نه درلود.
هغې زياته کړه، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې ډېری کارکوونکي د اړيکو پر بنسټ په دندو ګومارل کېږي، چې د راتلونکو ټاکنو روڼتيا ورسره تر پوښتنې لاندې راځي.
مېرمن هما وويل، چې د شمال او شمال ختيخ زون په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيت نشتوالی، د لرې پرتو سيمو د لارو بندېدل او د نامسوول وسله وال او د دولت د مخالفو وسله والو شتون د امنيت پر وړاندې له ټولو ستر خنډونه دي.
هغې وويل ، همداراز د ټاکنو لپاره ټاکل شوې موده هم ستونزې لري، چې موسمي مشکلات پيدا کوي، چې د ساړه موسم له امله د ډېری لرې پرتو سيمو لارې بندېږي.
نوموړې زياته کړه، چې د ښځو له ګډون پرته به راتلونکې ټاکنې مشروعيت ونه لري.
د تخار ولايت د ښځو د حقوقو د ټولنې غړې عزيزې ناصري پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د نامسوولو وسله والو شتون د ټاکنو په اړه د ښځو اندېښنې زياتې کړې دي.
نوموړې زياته کړه، چې په تخار ولايت کې لا هم د دولت د مخالف وسله والو ترڅنګ نامسوول وسله وال ګروپونه شتون لري، چې پر ټاکنو منفي اغېز کوي.
د هغې په وينا، دولت بايد په دغه ولايت کې له هر څه وړاندې د نامسوولو وسله والو د شتون اندېښنې له منځه يوسي.
د بدخشان ولايت اوسېدونکې اورنګزېب تمکين پژواک ته وويل: ((په بدخشان کې د ټاکنو د ورځې پر مهال د لارې بندېدو له امله ښځې څه ،چې سړي هم په ټاکنو کې په پوره توګه برخه نه شي اخيستی.))
نوموړې زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د لارې بندېدو او د ښځو لپاره هم د رايې اچونې د يوې ورځې د ټاکلو له امله د ښځو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي.
د هغې په وينا، په راتلونکو ټاکنو کې يواځې د ښارونو مېرمنې يو څه په اسانه په ټاکنو کې برخه اخيستی شي.
مېرمن اورنګزېب وويل، چې په کليو کې لا هم د ناامنۍ، د لارو د بندېدو، د ساړه موسم له امله په ټاکنو د ښځو د ګډون په اړه اندېښنې خورا زياتې دي.
د غونډې ګډونوالو له دولت څخه وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو ناظرينو ته بايد د راتلونکو ټاکنو د څارنې لپاره اسانتياوې برابرې شي.
دوی همداراز د هېواد د مدني ټولنو له خوا د راتلونکو ټاکنو د څارنې وړانديز هم وکړ.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.