جلال اباد (پژواک ١٨ليندۍ٩٢): په نورستان ولايت کې واورې ښويېدنې له امله ديوه پوليس په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د نورستان مرکز پارون اړوند دکوشت په سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله څلور تنه مړه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه څلورو تنو کې يې يو د کوشت اوسېدونکى ملي پوليس و او درې نور ملکي وګړي وو.
د قوماندان په خبره، ياد کسان په لارې روان وو، چې له يوه کمره پرې واوره راښويېدلې او د واورو لاندې شوي وو، چې وروسته د ملي پوليسو په مرسته له واورو څخه راوېستل شوي دي.
د پارون اوسېدونکي رسول ګل پژواک ته وويل ، چې تر اوسه په نورستان کې واوره زياته نه ده اورېدلې، خو دغو کسانو غوښتل ، چې د يوه ناو له لارې بلې سيمې ته ولاړ شي، چې په لار کې پرې له کمره واوره راښويېدلې او لاندې کړي يې دي.
ياده دې وي، چې په سږني ژمي کې دا لومړى ځل دى، چې واوره ښويېدنه تلفات اړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP