جلال اباد(پژواک ١٨ ليندۍ٩٢):د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې اوس په دې ولايت کې٦٠ سلنه د ناروغانو هغه عمليات ترسره کيږي، چې پخوا به ددغه ډول عملياتو لپاره ناروغان له هېواده بهر تلل.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پخوا به د يو شمېر عملياتو لپاره هېوادوال پاکستان او يا هم هند ته تلل ، مګر اوس يواځې ٣٠ سلنه داسې جراحي عمليات شته ، چې ناروغ اړ کيږي له هېواده بهر يې وکړي .
هغه زياته کړه : (( هغه ناروغان چې سر به يې ضربه ليدلې وه، پخوا به خارج ته وړل کېدل، مګر اوس موږ وسايل هم لرو او هم متخصص ډاکټران شته، چې همدلته عمليات کيږي.))
ډاکټر شېرزاد وايي ، چې د تېرکال په پرتله هم په دولتي کچه هم په شخصي کچه ګڼ شمېر پر مختګونه رامنځته شوي او اوس د ګڼو ناروغيو درملنه په ننګرهار کې ترسره کېداى شي.
نوموړى وايي، چې په ننګرهار کې هغه پرمختللي سامان الات ، چې پخوا به د معايناتو لپاره خلک بهر تلل اوس دلته موجود دي.
د هغه په وينا، مخکې په دې ولايت کې سيټي سکن نه و، مګر اوس دلته موجود دى، له لويه کچه زموږ روغتون ستر،ستر عملياتونه کوي.))
دى دا هم وايي، چې يو شمېر عصري شخصي روغتونونه هم جوړ شوي ، چې دوى يې د عامې روغتيا په برخه کې يو ستر پرمختګ ګڼي.
نوموړى زياته کړ،دوى نور هغه پرمختللي عمليات او درملنې چې ناروغان يې بهرنيو هېوادونو ته ځي کولى شي، خو يواځې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
د عامې روغتيا رييس وايي: ((د هيتروما په نامه د اعصابو د يو ډول ناروغانو لپاره موږ پخوا ډېر کم تدابير لرل، مګر اوس له اويا سلنه څخه زيات ناروغان همدلته تر درملنې لاندې نيسو.))
ډاکټر شېرزاد وويل ، چې د ننګرهار مرکزي روغتون ته له ټولې ختيځې حوزې څخه د هيتروما ناروغان راځي.
دى وايي ، چې د غني خېلو په ولسوالۍ کې د يوه روغتون د جوړولو پلان لري ، چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
دنوموړى په وينا،د هېواد د ټولو زونونو لپاره د وينې د سترو بانکونو د جوړېدو لپاره بوديجه منظور شوې وه، خو له ټولو زونونو څخه يې يواځې په ننګرهار کې چارې نه دي پيل شوي.
هغه پر اړونده وزارت غږ وکړ، چې د وينې د بانک په جوړولو کې دې د ننګرهار ولايت پر چارو غور وکړي، ځکه په دغه ولايت کې د کم خونۍ مريضان زيات او اړتيا ورته ډېره ليدل کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP