جلال اباد (پژواک١٩ليندۍ٩٢): د ٢٠١ سېلاب قول اردو له لوري (د باثباته افغانستان) تر سرليک لاندې د ختيځو ولايتونو د کرنيزو ستونزو د هواري په موخه غونډه جوړه شوه.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوى سرتېري د هېواد په ختيځ کې دنده لري او د ټولو سيمو هغه ستونزې، چې د کرنې په برخه کې يې لري، دوى درک کړي او په ياده غونډه کې به يې وړاندې کړي.
هغه زياته کړه ، چې په دې ناسته کې د کرنې وزارت استازى، د ختيځو ولايتونو مرستيال واليان، د کرنې چارو رييسان، بهرني مرستندويان، بزګر او نور چارواکي ونډه لري.
دى وايي، له يادې غونډې څخه يې موخه دا وه چې د کرنې په برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره دوى، بزګر او د سيمه ييزو ادارو استازي خپلې ستونزې شريکې کړي او د ستونزو په هواري سره ولسونه هوسا کړي.
جنرال وزيرى زياتوي، که چېرې په لرو پرتو ولسواليو کې کرنيزې ستونزې حل شي، نو پر امنيت مثبت اغېز ښندلى شي.
هغه زياته کړه: ((ولسونه به په خپلو کارونو مصروفه شي، سهولت به ورته برابر شي، زمونږ سره به په امنيت کې ونډه واخلي.))
دى وايي، په نننۍ غونډه کې د کرنې وزارت استازي د سيمې د ټولو بزګرو او چارواکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه به يې لازم اقدامات وکړي.
د کرنې وزارت استازي مالېز عباسي پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان اتيا سلنه وګړي پر کرنه بوخت دي او هغه ستونزې، چې په ختيځو ولايتونو کې وې، په نننۍ غونډه کې بحث او د حل لپاره يې ګډې مشورې واخيستل شوې.
ده وويل: ((کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر دى، که چېرې موږ کرنه تقويه کړو، اقتصاد مو پر مخ ځي.))
دى وايي، ختيځ ولايتونه او په خاص ډول ننګرهار د خوراکي توکو د صندوق حيثيت لري، چې د دغه ولايت د کرنې پرمختګ به وکولى شي له هېواد سربېره ټولې نړۍ ته خپل توليدات ولېږدوي.
بزګر، زمري احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مهال د ننګرهار بزګر د اوبو رسولو د يوه ښه سيستم له نه شتون څخه رنځېږي او ډېرى وخت يې حاصلات د اوبو د ګډوډۍ له امله له ګواښ سره مخ وي.
دى وايي، ننګرهار يو ګرمسېر ولايت دى او په کار ده، چې د کرنې وزارت په دغه ولايت کې سړې خونې، استنادي دېوالونه او داسې نور بنسټيز کارونه تر سره کړي.
احمدزى وايي: ((د درملو له ستونزو سره موږ مخ يو، اصلاح شوي تخمونه نشته.))
د ده په خبره، په يوه پوځي ځاى کې د کرنې په برخه کې د يادې غونډې جوړول، په دې باوري کړل چې اردو يې له ستونزو خبره او د دوى د امنيت له ساتلو پرته په اقتصادي برخه کې هم ورسره مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP