جلال اباد پژواک ١٩ ليندۍ٩٢):له خېبر پښتونخوا څخه راغلو ليکوالو، شاعرانو او څېړونکو د خان عبدالغفار خان پر کورنۍ او د افغانستان پر دولت غږ وکړ چې د پاچا خان مقبره دې ژر تر ژره جوړه کړي.
له کوزې پښتونخوا د فرهنګيانو راغلې ډلې په کابل کې په يوه سيمينار تر ګډون وروسته ننګرهار ولايت ته سفر وکړ او له ځايي فرهنګيانو سره يې وکتل.
دوى دغه راز د جلال اباد په انګور باغ سيمه کې د پښتنو د لوى مبارز خان عبدالغفار خان (پاچاخان) له مزار څخه هم ليدنه وکړه.
د دغه پلاوي يو تن پروفيسور مغموم د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاچا خان يواځې د هغه د کورنۍ وياړ نه بلکې د ټولو پښتنو وياړ دى او په کار ده چې د پښتنو لوى کور (افغانستان) دولت دغې مقبرې ته پام وکړي او جوړه يې کړي.
هغه زياته کړه: ((د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يې په مقبرې يوه ودانۍ جوړه شوې وه، خو اوس په نوم کار روان دى مګر په عمل کې هېڅ نه دي شوي.))
د ده په خبره، چې څو کاله وړاندې يې هم له رسنيو څخه خبرونه اورېدلي و، چې د پاچا خان پر مقبره کار روان دى خو هر څه يواځې په الفاظو کې پاتې شوي دي.
له کوېټې څخه راغلى مېلمه صادق ژړک پژواک اژانس ته وويل، چې د پاچا خان له مقبرې سره په خوا کې بايد يو لوى کتابتون، د مېلمنو د اوسېدو ځاى او داسې نور اړونده ملحقات موجود وي.
ژړک زياتويؤ چې د پاکستان دولت د علامه اقبال مقبره ډېره په عالى درجه جوړه کړې ده، همدارنګه هغه اشخاص چې نوموتي دي د ټولو د مقبرو سره په خوا کې يې ډېر امکانات برابر کړي دي.
هغه زياته کړه: (( هلته کتابخانې وي، جوماتونه وي، ډېر څه وي، خو له بده مرغه زما د پاچا خان چې د عدم تشدد يو سر لارى و، مقبره يې په دې حال ده.))
د پېښور پوهنتون استاد پروفيسور اسير منګل هم د يادې مقبرې د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په ٢٠٠٥ کال کې يو ځل ننګرهار ته راغلى و او له يادې مقبرې څخه يې ليدنه کړې وه، خو اوس يو څه بدلونونه په کې راغلى دى.
نوموړي د افغانستان پر دولت غږ وکړ، چې که کورنۍ يې د ودانۍ د جوړولو وس نه لري نو بايد دوى يې د جوړولو په برخه کې اقدامات وکړي.
منګل زياتوي: ((دا د پښتنو لوى کور دى او پاچاخان د دغه لوى کور بچى دى، نو زما د لوى کور واکدار بايد دغه ستر شخصيت ته پام وکړي.))
د ده په خبره، چې که پاچا خان د کوم بل هېواد اوسېدونکى واى نو اوس به يې مقبره په دې بڼه نه وه پاتې.
د پاچا خان د مقبرې د جوړوونکي شرکت يوه کارکوونکي ابراهيم پژواک ته وويل، چې دوى په دې وروستيو کې پر دې مقبرې ډېر چټک کار پيل کړى دى.
ده زياته کړه: ((په ډېر کم وخت کې موږ يوه ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخيستنې ته چمتو ده.))
دى وايي،پر مقبرې يې ډېر چټک کار روان دى ، چې څو منزلونه به ولري او يو منزل به يې کتابخانه او بل به يې مسجد وي.
د ده په خبره، چې کومه نقشه دوى ته د پاچا خان د کورنۍ له لورې ورکړل شوې ډېره پرمختللې ده او دوى يې د ٥٠٠ کلونو مسووليت اخلي.
ابراهيم وويل: ((له دې ودانۍ سره په خوا کې د اوسيدو ځاى، ګلونه او نور د تفريح ځايونه په پام کې لرو.))
دى زياتوي، چې په څو ورځو کې به د مقبرې پر سترې ودانۍ د چت اچولو چارې پيل شي.
بلخوا د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم له پژواک سره په يوه مرکه کې ويلي و، چې که د پاچا خان کورنۍ ياده مقبره نه جوړوي نو دوى اماده دي چې بوديجه ورته له مرکزه ځانکړې کړي.
خو دا دى د کورنۍ له لوري يې پر ودانۍ کار پيل شوى او شاوخوا ټول دېوالونه يې هم جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP