Language

د کونړ په اسمار کې يو ښوونځى سوځول شوى

اسعداباد (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسله والو په اسمار ولسوالۍ کې يو ښوونځى سوځولى دى.

د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني  د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د اسمار ولسوالۍ د بېلې ګډلو ښوونځي ته اور اچولى و، چې له امله يې تحويل خانه سوځېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې اور د سيمې اوسېدونکو له خوا مړ شوى او ښوونځي ته نور زيان نه دى اوښتى.

د پوهنې رييس وويل، چې په دې اړه پلټنې پيل شوي، خو داسې ښکاري چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

د دولت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics