Language

د سالنګ پر لويه لار ټېلر موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي

چاريکار (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د سالنګ په دواړو خواوو کې د ټېلر موټرو تګ راتګ، د سختې واورې د ورېدو له امله بند شوى دى.

د سالنګ لويه لار، د هندوکش د ٤ زره متره لوړو غرونو په منځ کې جوړه شوې او له ٢٦٠٠ متره اوږد تونل څخه له تېرېدو وروسته،د هېواد پلازمېنه له شمال او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب وايي، ټيلر موټر د سوېلي سالنګ په خوا کې د پروان ولايت په جبل سراج ولسوالۍ کې او د شمالي سالنګ په  خوا کې د بغلان ولايت په خنجان کې، د پرون ورځې له مازديګر راهيسې درول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په جنوبي سالنګ کې شاوخوا ٨٠ سانتي متره واوره ورېدلې،  خو په شمالي سالنګ کې له دې امله، چې توفان او تېزبادونه الوتي، د واورې ضخامت نه شو معلومولى.

جنرال رجب زياته کړه، د واورې پاکونې عمليات دوام لري، لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستې او کومې ستونزې نه تر سترګو کېږي.

د سالنګونو د ساتنې ادارې مشر، د ټيلر موټرو له چلوونکو وغوښتل، چې د مسافر وړونکو موټرو پر وړاندې دې ستونزې نه راولاړوي، چې له دې امله ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي.

هغه د مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو هم وغوښتل، چې د سالنګ له لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې، خپلو موټرونو ته چينونه وتړي، تر څو په لارې کې له کوم ډول پېښو سره مخ نه شي.

د ټيلرو موټرو چلوونکي شکايت کوي، چې که د سالنګونو لار د دوى پر مخ خلاصه نه شي، نو دوى ته به ډېر زيان واوړي.

د ټيلر موټر يو چلوونکى ګل اغا، چې له نورو شاوخوا ٨٠ ټيلرو سره يو ځاى د جبل سراج ولسوالۍ په پشته سرخ سيمه کې ولاړ و، پژواک آژانس ته وويل، د لارې په بندېدو سره د هغوى کار ته زيان اوړي.

نوموړى د تېلو د رالېږدولو په موخه د بلخ ولايت د حيرتان بندر ته د تلو هوډ درلود او زياته يې کړه: ” که موږ په خپل مناسب وخت تېل وانخلو او شرکت ته يې ونه رسوو، شرکت موږ جريمه کوي.”

ياد موټر چلوونکي وويل، هيله لري، چې دغه لار ژر تر ژره د دوى پر مخ پرانيستل شي.

خو د سالنګونو د ساتنې رييس وويل، د ټيلر موټرو پر وړاندې د لارې خلاصون د هوا له حالاتو سره تړلي دي، که کله هم د هوا حالت ښه شي، نو هغوى ته به د تلو اجازه ورکړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.