Language

غزني کې چاودنې دوه ماشومان ووژل

غزني ښار (پژواک ۲۰ ليندۍ ۹۲): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي، بلخوا په ده يک کې د يوې نښتې پر مهال درى وسله وال وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال  محمد قاسم ديسي وال د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه پرون ناوخته د ولسوالۍ د سې پاى په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و، خو پر ماشومانو چاودلى او له امله يې دوه ماشومان، چې خور او ورور دي، وژل شوي دي.

دغه راز د غزني د  ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمد توفان پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د لغباد په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics