مزارشريف (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د حکومت د رسنيو مرکز په نوم رسنيز مرکز په کار پيل وکړ.
دغه مرکز د ليندۍ په ۲۰مه د بلخ ولايت مقام کې د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
د ياد مرکز مسوول منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرکز په بلخ ولايت کې د ښو رسنيزو خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه جوړ شو.
نوموړي زياته کړه، چې ياد مرکز به د دولتي ادارو او رسنيو تر منځ د پل حيثيت ولري، چې له رسنيو سره به د هر ډول قانوني رسنيزو معلوماتو د شريکولو شونتيا ولري.
همداراز په دغه مرکز کې به دولتي ادارو د نشراتو د مسوولينو د وړتيا لوړولو لپاره هم بېلابېل پروګرامونه پيل شي، چې له رسنيو سره د معلوماتو د شريکولو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
د هغه په وينا، په بلخ کې د حکومت د رسنيو او مطبوعاتي مرکز د ټولو دولتي ادارو لاس ته راوړنې د ټولنيزو رسنيزو شبکو (ټيوټر، فيسبوک) له لارې خپرېږي.
منير فرهاد وويل، چې ياد مرکز په بلخ کې د امريکا د قونسلګرۍ په مالي ملاتړ جوړ شو.
د بلخ ولايت خبريالان هم د ياد مرکز جوړېدل د بيان د ازادۍ په برخه کې يوه لاسته راوړنه ګڼي.
په مزارشريف کې د افغانستان د شمال خبريالانو ټولنې مسوول ګلاب شاه باور پژواک ته وويل، که چېرې دولت ياد مرکز په سمه توګه وکاروي؛ نو لرې نه ده، چې د رسنيو او د دولت ادارو تر منځ د معلوماتو شريکولو ستونزه په ښه توګه حل شي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه خبريالان د معلوماتو ټولولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وينا، پرته له بېړنيو خبرونو د توليدي راپورونو د جوړولو پر مهال د بلخ خبريالان د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.
ګلاب شاه وويل، چې د قانون له مخې دولت بايد له رسنيو سره معلومات شريک کړي او مرسته هم ورسره وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې که ياد مرکز دنده په ښه توګه تر سره کړي؛ نو د بيان د ازادۍ پر لور به ښه ګام پورته شوی وي.