Language

څارنوالۍ د غزني د ولايتي شورا يو غړى نيولى

غزني ښار (پژواک ۲۰ ليندۍ ۹۲): د غزني د استيناف څارنوالۍ له لوري د ولايتي شورا يو کيل نيول شوى.

د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولايتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ د خلکو استازى امان الله کامراني نيول شوى دى. هغه زياته کړه، چې پر کامراني خلکو، ولايتي شورا او د غزني والي عريضې کړي، څو ځلې د ملي امنيت له لوري غوښتل شوى هم دى، خو ورته حاضر شوى نه وو. د عابد په وينا، چې کامراني تېره ورځ پوليسو نيولى او اوس تر توقيف لاندې دى. نوموړى وايي، چې د ولايتي شورا دغه غړى پر ډېرو قضيو تورن دى او څو چې يې ټولې دوسيې ونه څېړل شي، خوشې به نه شي. د غزني د استيناف رييس پر کامراني د شوو عريضو په اړه معلومات ورنه کړل. د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم د څارنوالۍ له لوري د ولايتي شورا د غړي امان الله کامراني نيونه تاييد کړه. خو هغه زياته کړه، چې د غزني والي موسى خان اکبر زاده پر هغه هېڅ عريضه نه ده کړې. پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د کامراني نظر واخلي، خو ونه توانېد.

Related Topics