Language

مهترلام (پژواک،٢٢ليندۍ٩٢): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو ځواکونو په خاصو عملياتو کې د مخالفينو د مشهور قوماندان عبدالمتين په ګډون ۵  وسله وال وژل شوي.

د لغمان ولايت د مطبوعاتى دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات نن سهار وختي د ځانګړو ځواکونو له خوا د اليشنګ ولسوالۍ په پايه خېلو سيمه کې د مخالفو وسله والو پر يوه پټنځاى ترسره شوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې عملياتو کې قوماندان عبدالمتين له خپلو څلورو تنو ملګرو، شمس الرحمن، دايي ګل، رحمت ګل او شېر محمد، سره يو ځای وژل شوی دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالمتين په ياده شوې سيمه کې د مخالفو وسله والو مشهور قوماندان و او په ډېرو ورانکارو  فعاليتونو کې يې لاس درلود، دى له وړاندې د ګډو ځواکونو له لوري په نښه شوی و.

په نننيو عملياتو کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.