مزارشريف (پژواک٢٢ليندۍ٩٢): په بلخ ولايت کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ له خوا د مرحوم خان عبدالصمد خان څلوېښتم تلين ونمانځل شو.
په دې نمانځغونډه کې د بلخ د مدني ټولنو غړو، د بلخ ادبي خوځښت غړو او د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.
په مزار شریف ښار کې د ويښ ځوانانو غورځنګ مشر ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د خان شهید د نمانځغونډې موخه داده ، چې د بلخ خلکو ته د دغه شخصیت په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې عبدالصمدخان د افغان ولس د سوکالۍ او ښيرازۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، نو باید یې افغانان ونمانځي.
ملکزي د خبرو په دوام کې وویل:” خان شهید د انګریز د استعمار پر ضد د افغان ازادي غوښتونکو ځوانانو غږ اوچت کړ، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې د هغه هڅې نه هېرېدونکې دي، له همدې امله د وخت ظالمانو هغه زندان ته واچاوه او د خپل عمر نیمايي برخه یې د زندان د تورو تمبو تر شاه تېره کړه، خو له خپلې مبارزې یې لاس وانخیست.”
په بلخ ولایت کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړي جاوید واک په خپلو خبرو کې وویل، چې د خان شهید په اړه باید نور سیمینارونه او نمانځغونډې هم جوړې شي، ترڅو يې خلک د مبارزو او هڅو له څرنګوالي څخه خبر شي.
هغه زیاته کړه ، چې ویښ ځوانانو په تېرو لسو کلونو کې د خپلو هڅو په لړ کې د هېواد په ملي مسایلو کې غږ اوچت کړی، ملی مشران یې نمانځلي او دا لړۍ به همدا ډول دوام ومومي.
د بلخ پوهنتون محصل شرف الدین، پژواک ته وویل، چې دی خوشاله دی، چې په بلخ کې د خان شهید تلین نمانځل کيږي.
د هغه په وینا، تېرو جنګونو او نا امنیو افغانان سرګردانه کړي وو او د خپلو مشرانو نمانځلو ته یې نه وو پريښي، خو وروسته له دې به دوی خپل ملي مبارزین نمانځي.
په دغه غونډه کې د خان شهید د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه لیکنې او مقالې ولوستل شوې.
عبدالصمد خان په ۱۹۰۷ ميلادي کال کې د پښين ولسوالۍ د عنايت الله کارېز نومې کلي کې زېږېدلی دی. د ۱۹۷۳ کال د سمبر په دویمه نیټه د لاسي بم په وسیله ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن