ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې یوه تن د خپلې ښځې پزه او شونډې پرې کړې

په هرات کې یوه تن د خپلې ښځې پزه او شونډې پرې کړې

author avatar
13 Dec 2013 - 18:09
په هرات کې یوه تن د خپلې ښځې پزه او شونډې پرې کړې
author avatar
13 Dec 2013 - 18:09

هرات ښار ( پژواک ۲۲ لیندۍ ۹۲ ) : د هرات د څارنوالۍ مسولین وایی نن په دغه ښار کې یوه تن د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلې میرمنې پزه او شونډې په چاقو پرې کړياو عامل یې په تیښته بریالی شوی دی.

د څارنوالۍ مشرې ماریابشیر د لیندۍ په ۲۲مه، خبریالانو ته وویل چې  دغه ښځه ۲۲ کاله عمر لري او د څلور اولادونومورده.

هغې زیاته کړه، چې دغه ښځه تیره شپه د انجیل ولسوالۍ د کارته سفلی په سیمه کې هغه مهال د میړه له خوا وهلو ټکلو سره مخ شوه، چه هغې د نشه یې توکو د اخیستو لپاره د پیسو له ورکړې ډډه وکړه.

ماریا بشیرد هغې میړه د نشه یې توکو معتاد وباله

میرمن بشیر وویل لومړني تحقیقات ښیی، چې لومړۍ یې  ښځه وهلې، وروسته یې پزه او شونډې په چاقو ترې پرې کړې او خاوند یې له سیمې تښتيدلی دی.

د هرات د روغتون د عاجل څانګې نوکریوال ډاکټر عزیزالدین پژواک ته وویل چه ښځه وهل شوې هم ده او د پزې او شونډو د پریکیدو خبریې تایید کړ.

نوموړي زیاته کړه چې هغه اوس تر درملنې لاندې ده.

 د هرات امنیه قومانداني ویي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په هرات کې تیره اونۍ هم دوه جلا پیښو کې د دوه میرمنو د وژنې خبر ورکړل شوی و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.