Language

د سپرليو پر موټر بريد کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

فيض اباد (پژواک،٢٣ليندۍ٩٢): د بدخشان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د سپرليو پر يوه موټر بريد کړى، چې په پايله کې يې درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د والي وياند نويد فروتن د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار پر نهو بجو د بدخشان د شهدا او بهارک ولسواليو ترمنځ د وخشير او ملنګاب په سيمه کې وسله والو طالبانو د سپرليو پر يوه فلاينکوچ ډوله موټر بريد کړى دى.

ده زياته کړه، چې په  دغه بريد کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په ياد موټر کې ټول سپاره کسان د يوې کورنۍ غړي وو او د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو.

د والي وياند وايي، له دغې پېښې وروسته پوليس سيمې ته  ورسېدل او له وسله والو طالبانو سره يې نښته پيل کړه، چې په پايله کې يې يو طالب وژل شوى او درې نور په ټپي حالت کې  د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د ده په خبره، په دغې نښته کې د پوليسو له خوا درې کلاشينکوفونه او يو راکټ هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د يادې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Related Topics