Language

“ننګرهار کې پر ١٥زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي”

جلال اباد (پژواک ٢٣ ليندۍ٩٢): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې په ننګرهار کې شاوخوا ١٥زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د دغه وزارت معين هارون رشيد شېرزاد دغه څرګندونې نن (د ليندۍ ٢٣مه) په ننګرهار کې د عامه پوهاوي په هغې غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې، چې په کې د ياد ولايت ګڼو ولسوالانو، قومي مشرانو او ځوانانو ونډه اخيستې وه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړو په برخه کې د هېواد په کچه ګڼې لاسته راوړنې لري.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د نا امنيو له امله په يو شمېر ولايتونو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي او په ځينو کې يې لا هم کښت دوام لري.

نوموړى وايي، کندهار، هلمند، فراه او اروزګان هغه ولايتونه دي چې شاوخوا ٧٢ سلنه ځمکه کې يې کوکنار کرل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((تېر کال چې موږ احصايه کړې وه، په ننګرهار کې شاوخوا ٣ زره هکتاره ځمکه کرل شوې وه.))

دى وايي، چې دوى خپلې هلې ځلې پيل کړې، څو ياد ګراف راټيټ او پر ځاى يې حلال کښت ډېر شي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال مني چې په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت کچه د پخوا په پرتله څو برابره ډېره شوې ده.

خو دى زياتوي، چې په دې وروستيو کې يې د کوکنارو د کښت د له منځه وړو لپاره جدي هڅې پيل کړې دي.

ده وويل: ((هره ورځ موږ د کوکنارو د کښت د له منځه وړو په برخه کې غونډې نيسو او دا چاره روانه ده.))

بلخوا يو شمېر ولسوالان هم وايي، چې سږ کال په لرو پرتو ولسواليو کې د نشه يي توکو کښت زيات شوی او لامل يې هم د چارواکو نه پاملرنه په ګوته کوي.

د نازيانو ولسوال نوراغا کامران وايي، چې تېر کال يې په ياده ولسوالۍ کې د خلکو په همکارۍ د کوکنارو کښتونه واړاوه، ولې په بدل کې دولت له بزګرو سره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړی وايي، همدا لامل دی، چې سږ کال ولسونو د بيا ځل لپاره کوکنار کرلي دي.

ده وويل: ((تېر کال په نازيانو ولسوالۍ کې هم خلکو کوکنار کرلي وو، خو ولسونو بيا ژمنه وکړه او ياد کښت يې له منځه يووړ.))

دى وايي، چې له ولسونو سره يې ژمنه کړې وه، چې اصلاح شوي تخمونه او نورې مرستې به ورسره کېږي خو تر دې دمه ورسره هېڅ مرستې نه دې شوې.

نوراغا ځواک، چې څو مئاشتې وړاندې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې سرپرست رييس هم پاتې شوی و، وايي، ياد وزارت د دغه بد بوټي د له منځه وړو په خاطر هېڅ نه دي کړي.

نوموړی وايي، د تل په څېر، کله چې نشه يي توکي وکرل شي له هغه وروسته بيا د عامه پوهاوي غونډې نيول کېږي، چې دغه کار دوی بايد له کرلو وړاندې ترسره کړي.

هغه وويل: ((زما د معلوماتو له مخې د ننګرهار په ٢٠ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي، په کار دا ده چې مخکې له کر څخه يې مخنيوى وشي، خو کله چې کوکنار وکرل شي نو بيا دولت غونډې نيسي.))

خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، دوی له بېلابېلو لارو د نشه يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزه کړې ده.

د دغه وزارت د معين په خبره، دوی لومړی د عامه پوهاوي غونډې ترسره کوي که بيا هم ولسونه په خپله خوښه نشه يي توکو له منځه يو نه سي نو مجبور دي، چې د زور له لارې کرل شوې ځمکې واړوي.

نوموړى وايي، بيا به هم هڅه وکړي چې په ننګرهار کې د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې له بزګرو سره د بنسټيزو مرستو لپاره زمينه برابره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.