مهترلام (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): د لغمان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ترافيکو په موټر کې د نښلول شوي مقناطيسي بم د چاودنې له امله ٢٥ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په دوه بجو او ٤٠ دقيقو د مهترلام په عصمت څلور لارې کې رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، په چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون ٢٥ عام وګړي، چې په سيمه کې د سبزۍ پلورونکي دي، ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، ټپيان د لغمان د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د دوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د والي وياند وايي، مقناطيسي بم د ترافيکو په يوه رينجر موټر پسې د وسله والو مخالفينو له لوري نښلول شوى و، چې د موټر يوه برخه هم زيانمنه شوې ده.
نوموړى زياتوي، پوليسو په سيمه کې په پېښه کې د لاس لرلو په شک يو تن نيولى، چې دا مهال ترې څېړنې دي.
دغه راز سرحدي ځواک وايي، نن د اليشنګ ولسوالۍ په شګۍ سيمه کې يو ملي پوليس، چې کور ته په لاره و، هم د سړک غاړې د ماين په چادونه کې ټپي شوی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دی.
وسله والو مخالفينو د ياد دواړو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.