Language

حامدکرزى: د افغانستان د ظرفيت په لوړاوي کې د هند رول مهم دى

 کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢):  ولسمشر حامد کرزي، هندوستان له افغان ځوانانو سره د ښوونې او زده کړې په برخو کې مخکښ هېواد بللى او د افغانستان د ظرفيت په لوړاوي کې يې د دغه هېواد رول مهم ګڼلى دى.

 ولسمشر کرزى د ليندۍ په ٢١ مه د هندوستان د نړيوالو اړيکو په کنفرانس او د اسيا او افريقا د مشارکت په کنفرانس کې د ګډون په موخه  د څلور ورځني سفر په موخه د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ډهلي ته تللى دى.

 د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي هند ته د خپل رسمي سفر په څلورمه ورځ د نړيوالو اړيکو په کنفرانس کې، چې د ” يوې نوې نمونې په لوري د هند، اسيا او افريقا پراختيايي مشارکت” تر عنوان لاندې د سيمبايوسيس (Symbiosis) نړيوال پوهنتون له لوري تر سره شوى، د يوه ځانګړي مېلمه په توګه پکې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.

 خبرپاڼې زياته کړې، چې په لومړيو کې د سيمبايوسيس نړيوال پوهنتون محصلينو د نړۍ د  ٨٥ هېوادونو له ډلې څخه د دوو تنو افغان محصلينو په مشرۍ، چې د هېواد ښايسته جامې يې پر غاړه وې، ولسمشر ته د خپلو هېوادونو بيرغونه وړاندې کړل او ولسمشر دغه بيرغونه په يوه خټين لوښي کې کېښودل، چې د نړۍ د هېوادونو يووالى يې په ګوته کاوه.

 ولسمشر په خپله وينا کې، هندوستان د افغانستان په بيارغونه کې لوى مرسته کوونکى هېواد وباله، چې له افغانستان سره يې په بنسټيزو اوږدمهالو پروژو کې له دوو ميلياردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

 هغه وويل، دغه هېواد کابل ته د هېواد له شماله د برېښنا د مزو په غځولو، د پارلمان ودانۍ په جوړولو، د برېښنا بند، په کابل کې د اندراګاندي روغتون د بيارغونې او افغان محصلينو ته د زرګونو برسونو په ورکولو کې مرستې کړې دي.

 ولسمشر د دې خبرو په څرګندولو سره، چې اوسمهال په ټول هندوستان کې له لس زرو څخه زيات افغان محصلين خپلې زده کړې په بېلابېلو پوهنځيو کې پر مخ بيايي، زياته کړه، چې د هندوستان مرستې د افغانستان د ظرفيت په لوړاوي په ځانګړي ډول په ښوونيز ډګر کې ډېرې مهمې دي.

 ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړه: ” موږ د هندوستان د مرستو اغېز په عملي ډول، هېواد ته د افغان محصلينو په ګرځېدو سره ليدلى او هر محصل، چې له دغه هېواده راګرځي نو له لوړ کيفيت او ښو مهارتونو څخه برخمن او افغانستان ته ډېر ښه خدمتونه کوي.”

 ولسمشر وويل، افغانستان او هندوستان له يو بل سره اوږدمهاله ستراتيژيک تړون لاسليک کړى او ګډې ګټې، فرصتونه او خطرونه لري او د دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو د پراختيا لپاره بايد له يو بل سره يو ځاى کار وکړي.