کابل (پژواک٢٤ليندۍ٩٢): د سګرټو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د افغانستان د عامې روغتيا ملي ټولنې او د افغان پوهانو بنسټ له خوا پيل شو.
په دې کمپاين کې ، چې د صحت طفل له روغتون څخه پيل شو، د عامې روغتيا وزارت چارواکو، د افغانستان دعامې روغتيا د ملي ټولنې او د افغان پوهانو د بنسټ يو شمېر غړو ګډون درلود.
د عامې روغتيا له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې کمپاين په پرانيست غونډه کې ويناوالو د سګرټ د څکولو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغيو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.
د خبرپاڼې له مخې ، د سګرټ څکول د شونډو، خولې، ستوني، مرۍ، پانکراس، حنجرې، سږو، د رحم د غاړې، مثانې او پښتورګو سرطانونه زياتوي او هغه کسان چې د سګرټ لوګى تنفس کوي، د زړه په ناروغيو له دوه تر څلور ځله ډير اخته کيږي.
همداشان د سګرټو لوګۍ د رګونو د تنګولو له لارې دو ينې دوران کموي او هغه کسان چې سګرټ څکوي د رګونو په ناروغيو ډير اخته کيږي.
خپرپاڼه زياتوي ،چې په دې کمپاين کې رضاکاران د سګرټو د لوګي د زيانونو په باب پوسټرونه او نور تبليغاتي توکي د هېواد په ټولو ولايتونو کې د عامه پوهاوي په موخه ويشي، تر څو خلګ دسګرټو او نورو دخانياتو له زيانونو څخه خپله روغتيا او سلامتيا خوندي وساتي.
دعامې روغتيا وزارت د تنباکو د کنټرول قانون يې جوړ کړى او د تصويب په موخه يې ملي شورا ته ليږلى.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي هيله من دي ،چې ددغه قانون مراحل ژر تر ژره خپل پړاوونه بشپړ کړي او نافذ شي.