Language

جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ اجرائيه امر په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د غني خېلو ولسوالۍ د نري پول په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ اجرائيه امر مولوي محمدابراهيم خپلې دندې ته روان و، چې په ياده سيمه کې وسله والو پرې بريد وکړ او ويې واژه.

نوموړى وايي، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

عبدالزي د دغه بريد مسووليت د دولت پر مخالفينو واچاو.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په خوګياڼو، چپرهار، شېرزاد او يو شمېر نورو ولسواليو کې دولتي مامورين وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.