Language

جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو درېيو ساتونکو سره د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د چپرهار او پچيراګام ولسواليو ترمنځ په ګډل سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، د پچيراګام امنيه قوماندان سمونوال محب الله د خپلې دندې پر لور روان وو، چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو.

ده زياته کړه، له نښتې وروسته ياد شوى قوماندان سره له خپلو کسانو د ولسوالۍ پر لور روان وو، چې د پچيراګام په خوږه چينه نومې سيمه کې پرې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه سمونوال محب الله له دريېو پوليسو سره وژل شوى او ٧ پوليس ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې يو سيمه ييز پوليس، يو سرحدي پوليس او ٥ ملي پوليس شامل دي.

د ده په خبره، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د پچيراګام امنيه قوماندان په ګډون يې شپږ پوليس وژلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.