کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): هندي چارواکو د افغان حکومت غوښتنې ته چمتووالى ښودلى او ويلي يې دي، چې اوسمهال به افغان پوځ ته يواځې غير وژونکي پوځي وسايل لکه هليکوپټر، پوځي نقليه وسايل او جيپونه وسپاري.
دوى دغه راز ويلي، چې د افغانستان د پوځي پرسونل زده کړې ورکولو ته به ادامه ورکړي.
دغه چمتووالى، هندوستان ته د ولسمشر کرزي په څلور ورځني سفر کې د هندي چارواکو له لوري ښودل شوى دى.
د ټايمز اف انډيا هندۍ ورځپاڼې په راپور کې راغلي، د هند حکومت افغانستان ته د درنو وسلو د بېلګې په ډول د زرهي ټانکونو او ١٠٥ ملي متري توپونو ورکول، د سره خط په معنا بللي او له دې څخه په وېرې، چې ګواکې دغه وسلې د طالبانو او نورو وسله والو لاسونو ته ورنه شي، اوسمهال د افغانستان پوځ ته له ورکړې څخه ډډه کوي.
خو له دې سره سره راپور زياتوي، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه د هند د وزيرانو امنيتي کمېټې (CCS) ته سپارل شوې ده.
روسيې او هند په دې وروستيو کې چمتووالى ښودلى، چې په ګډه سره به د پخواني شوروي د وخت ټولې وسلې او هليکوپټرې، چې په افغانستان کې دې او له کاره لوېدلې دي، له سره ورغوي.
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په راپور کې زياته شوې، چې هند تر دې مهاله (٢٠١٣- ٢٠١٤ کلونو کې) د افغانستان د ملي پوځ ١٠٥٠ سرتېري په خپلو بېلابېلو پوځي تاسيساتو کې روزي، چې يو کال وړاندې دغه شمېره ٥٧٤ تنو ته رسېده.
ولسمشر کرزي نوي ډهلي ته په تېر سفر کې له هندي چارواکو څخه افغان ځواکونو ته د درنو وسلو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
هغه مهال هندي چارواکو ويلي وو، چې د افغانستان حکومت پر دې غوښتنې به غور وکړي.
دا دوهم ځل دى، چې ولسمشر کرزى له هندوستان څخه افغان ځواکونو ته د درنو وسلو غوښتنه کوي.
ولسمشر تر دې مهاله هند ته په خپل څلور ورځني سفر کې بوخت دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP