جلال اباد (پژواک ٢٤ليندۍ٩٢): د ختيځو ولايتونو څه د پاسه ٨٠٠زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو.
ياد کمپاين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار له مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال سربېره د يو شمېر نورو چارواکو له لوري د يوه ماشوم په خوله کې د واکسين د څو څاڅکو په اچولو سره پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کمپاين به له ننګرهار سربېره په کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو کې پلى شي.
د ده په خبره، په دغه کمپاين کې به د ختيځو ولايتونو په کچه اته سوه او شپېته زره هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.
ډاکټر بازمحمد شېرزاد زياتوي، سږ کال د کونړ په ولايت کې د کوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي او په ننګرهار کې بيا پنځه مثبتې پېښې ليدل شوې دي.
هغه زياته کړه: ((ډېرى مثبتې پېښې په سرحدي ولسواليو کې ثبت شوې دي او اکثره ناروغان له ګاونډي هېواده راغلي دي.))
د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.
بازمحمد وويل: ((کومې مثبتې پېښې چې ثبت شوي، هغوى ته واکسين ورکړل شوى، خو کېداى شي له واکسين څخه وړاندې ياد وايروس ورسېدلى وي.))
د ولايتي شورا وکيل عبدالقهار لودين، د عامې روغتيا له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د ګوزڼ د واکسين پرانيستى پروګرام يواځې ښارونو ته محدود نه شي او بايد په ولسواليو کې هم د دغې ورځې د پرانيستې مراسم د قومي مشرانو او سپين ږيرو په لاسو افتتاح شي.
ده زياته کړه: ((والدين بايد له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي، همداراز ديني علما، قومي سپين ږيري او د ټولنې نور اقشار په دې برخه کې بايد په پراخه کچه ونډه واخلي.))
نوموړى پر وسله والو هم غږ کوي، چې د واکسين د تطبيق په خاطر دې له رضاکارانو سره مرسته وکړي، ترڅو ماشومان له راتلونکي دايمي معيوبيت څخه وژغورل شي.
د عامې روغتيا چارواکي وايي، ډېرى پېښې د هېواد په ختيځ او سوېلي ولايتونو کې له دې امله رامنځته کېږي، چې له پاکستان څخه راغلي کډوال دا ناروغي له ځان سره راوړي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، پاکستان، افغانستان او نايجيريا هغه هېوادونه دي ، چې تر اوسه له پوليو خوندي نه دي اعلان شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP