Language

کونړ کې يو ډاکټر او څلور نور ملکيان ووژل شول

اسعداباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): په کونړ ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې له امله د پلار او زوى په ګډون څلور عام وګړي ووژل شول.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار د شيګل ولسوالۍ د موڼي په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکي اسعداباد ښار ته د کارونو لپاره روان وو، چې په ياده سيمه کې يې پر مازدا ډوله موټر د ماين چاودنه وشوه.

د والي په وينا، په دې چاودنه کې د پلار او زوى په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى چې د اسعداباد روغتون ته لېږدول شوى دى.

جلاله وويل، چې دغه پلار او زوى په اسعداباد ښار کې دوکانداري کوله او ټپي شوى کس هم د دې کورنۍ غړى دى.

د اسعداباد د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته يو ټپي ور وړل شوى، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد ښار اړوند د نواباد په سيمه کې يو سيمه ييز ډاکټر وژل شوى دى.

والي وايي، چې دغه ډاکټر د ٠٤ امنيتي قطعې پر ډزو هغه مهال ووژل شو، چې له دغه کلي څخه پر يادې قطعې ډزې وشوې چې له امله يې يو سرتېرى ووژل شو.