کابل ( پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢ ) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري باوري دى چې امنيتي سند به ولسمشر حامد کرزى يا تر راتلونکو ټاکنو وروسته دهغه ځاى ناستى لاسليک کړي.
جان کيري دغه څرګندونې دامريکا اى بي سي تلويزيون سره په يوه مرکه کې کړې چې ديکشنبې په ورځ خپره شوې ده.
هغه که څه هم د امنيتي سند پر ژر لاسليک ټينګار کړى، خو هيله يې څرګنده کړې چې که ولسمشر حامد کرزى دا لاسليک نه کړي، نو تر راتلونکو ټاکنو وروسته د کرزي ځاى ناستى به يې لاسليک کړي.
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ د وري په ١٦مه، ترسره شي.
دا لومړى ځل دى چې يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي د امنيتي سند په اړه نرم دريځ خپل کړى، تر دې مخکې امريکا ټينګار کاوه، چې دا سند به د ٢٠١٣ له پايه مخکې لاسليک شي.
هغه زياته کړې، ددې سند ژر لاسليک ځکه اړين دي چې امريکا وکولى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو د پاتې کولو لپاره پلانونه جوړ کړي.
د افغانستان لويې جرګې د ليندۍ په ٣مه، له يو لړ وړانديزونو سره امنيتي سند تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي د لاسليک لپاره درې شرطونه وړاندې کړې دي.
د عملياتو پر مهال د خلکو په کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کيدل او د سولې د پروسې لپاره عملي اقدامات د ولسمشر کرزي شرطونه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP