Language

د هلمند په سنګين کې د ملي اردو سرتېري او طالبان په ګډه ګزمې کوي

لښکرګاه (پژواک ٢٥ ليندۍ٩٢) : د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي او يو شمېر قومي مشران ادعا کوي، چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونه او وسله وال په ټانګونو کې ګډې ګزمې کوي.

خو د دغه ولايت چارواکي دغه ادعا ردوي.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا منشي سيد ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې عملاً ليدلي، چې د ملي اردو سرتېري او وسله وال طالبان په ګډه په ټانکونو کې ګزمې کوي.

هغه زياته کړه، يو شمېر وسله وال طالبان په خپلو موټرو کې سپاره وو، مخابرې او وسلې هم ورسره وې او په بازار کې په ښکاره توګه ګرځېدل.

دى وايي: ((نه پوهېږو، څه ډول معامله روانه ده.))

د ده په خبره، چې د دې حالاتو عکسونه او ويډيوګاني هم اخيستل شوي، چې ډېر ژر به د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

د سيد ولي په وينا، وسله والو طالبانو له ملي اردو څخه غوښتنه کړې وه چې په بازار کې يې وګرځوي تر څو خلک وپوهېږي، چې وسله وال طالبان بيا راتلونکي دي.

دغه راز د ټولنيزې شورا يو بل غړى حاجي ګل محمد هم وايي، چې وړمه ورځ تر غرمې مخکې په يوولسو بجو طالبان او د ملي اردو سرتېري يو ځاى په بازار کې ګرځېدل.

هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې طالبان له بازار څخه ولاړل، وړمه شپه يې د مجيد څلور لارې په سيمه کې ملي اردو درې هغه پوستې طالبانو ته له ټولو وسايلو سره ور پرېيښې دي ، چې د طالبانو د تلو راتلو مخه يې له وړاندې نيولې وه.

د ده په خبره، چې همدا پرون د ملي اردو سرتېري په چهارده کلي کې د وسله والو طالبانو له خوا مېلمانه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په دې ډرامه نه پوهېږي خو وايي چې له امنيه قوماندان سره به قومي مشران وګوري تر څو وپوهېږي دغه ډول معاملې د سولې لپاره ښې دي او که به نوره هم ورسره نا امني زياته شي.

يو بل قومي مشر علي شاه خان وايي: ((وړمه ورځ مې په خپله وليدل چې د وسله والو طالبانو موټر مخکې او ملي اردو وروسته پسې روان و.))

نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه پوليس او د ولسوالۍ ټول مسوولين خبر دي خو نه پوهېږي څه غبرګون وښيي او که نه خو وايي چې دغه کار دوى وېرولي دي.

د هغه په وينا، ځينو خلکو ورته ويلي چې د ولسوالۍ واک طالبانو ته سپارل کېږي او ځيني بيا وايي چې دا د سولې پروسه ده خو په حقيقت کې دا هرڅه پټ دي.

بلخوا په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال محمد رسول ځاځى ياده موضوع په کلکه ردوي او وايي، چې تر دې مهاله داسې کومه پېښه نه ده شوې او دغه يې د دولت د وسله والو مخالفينو تبليغات وبلل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي دوى هم له دې ډول پېښې څخه خبر شوي وو، خو تېره ورځ يې يو پلاوى سيمې ته د څېړنو لپاره ولېږه په پايله کې کوم شواهد په لاس نه دي ورغلي او د ولايت مقام دغه پېښه ردوي.

پژواک هڅه وکړه، چې له وسله والو طالبانو هم د دغو اوازو په اړه معلومات واخلي خو ونه توانېد.