ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٣٩٣ کال ټاکنو ته ٧٠ ميليونه راى پاڼې چاپېږي

د ١٣٩٣ کال ټاکنو ته ٧٠ ميليونه راى پاڼې چاپېږي

author avatar
16 Dec 2013 - 15:49
د ١٣٩٣ کال ټاکنو ته ٧٠ ميليونه راى پاڼې چاپېږي
author avatar
16 Dec 2013 - 15:49

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره شاوخوا ٧٠ ميليونه راى پاڼې په دوبۍ کې د يوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا چاپېږي.

دوى وايي، چې راى پاڼې به د راتلونکې مرغومي مياشتې په ٢٥مه کابل ته راوړل شي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، راى پاڼې به تر ټاکنو يوه اونۍ وړاندې ولايتونو ته ولېږدول شي.

ده له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د راى پاڼو د ډيزاين بهير بشپړ شوى او وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راى پاڼو له چاپوونکي شرکت سره په کار پيل وکړ.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسيون په پام کې لري چې د ولسمشرۍ لپاره څه د پاسه ١٣ ميليونه او د ولايتي شوراګانو لپاره تر ٥٥ ميليونو ډېرې راى پاڼې چاپ کړي.

نوموړي د راى پاڼو د چاپ د لګښت اندازه او د چاپوونکې کمپنۍ نوم ونه ښود، خو ويې ويل، چې کمپنۍ په عربي متحده اماراتو کې موقعيت لري.

د نور په وينا، راى پاڼې به د راتلونکي زېږديز کال په پيل کې کابل ته راوړل شي.

ده زياته کړه: “په پنځلسم د جنورۍ (د مرغومي ٢٥مه) باندې موږ ته (راى پاڼې) راځي، بعد له هغه څخه يې موږ په مکمل ډول بسته بندي کوو، د هرې ولسوالۍ لپاره مشخص يو نمبر ورته په پام کې نيسو. وروسته له هغې څخه موږ راى پاڼې تقريباً يوه هفته مخکې له انتخاباتو څخه انتقالوو.”

نوموړي وړاندې پژواک ته ويلي وو، چې د ټاکنو کمېسيون راى پاڼې به پر باوري شرکت چاپوي، ترڅو تر ټاکنو وړاندې د نامسوولو کسانو لاسونو ته ونه لوېږي.

د نور په خبره، دا کمپنۍ د داوطلبۍ له لارې د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام (UNDP) له خوا، چې د افغانستان د ټاکنيز بهير مالي چارې سمبالوي، بريالۍ پېژندل شوې ده.

د ټاکنو د کمېسيون وياند يادونه وکړه، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو نومونه په يوه پاڼه کې ډيزاين شوي او د ولايتي شوراګانو د هرې راى پاڼې په يوه مخ کې تر ٦٠ کانديدان په پام کې نيول شوي دي.

د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ١١ تنو او د ولايتي شوراګانو لپاره څه د پاسه ٢٧٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي.

د راى پاڼو د چاپ چارې، په داسې حال کې بهرنۍ کمپنۍ ته سپارل کېږي، چې کورني شرکتونه يې چاپ ته پوره چمتووالى او امکانات لري.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، د ټاکنو د کمېسيون دې پرېکړې د کورنيو مطبعو خاوندان خواشيني کړي دي.

دى وايي، د دې ترڅنګ چې کورنۍ مطبعې د چاپ پر عصري ماشينونو سمبالې دي، کولى شي د پاڼو د محفوظ ساتلو تضمين هم ورکړي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.