چاريکار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د پروان پوليسو د ملي اردو درې سرتېري د نشه توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې تنه د ملي اردو د ځانګړې قطعې اړوند سرتېري دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې،د دغو درېيو تنو په رينجر موټر کې ، چې د پلېټ شېمره يې (٦٧٠١١) ده، له شمال څخه کابل ته سفر کاوه او ٢٣ کيلوګرامه خام چرس په کې ځاى پر ځاى شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد نشه يي توکي د چاريکا ښار په شمالي دروازه کې د پوليسو له خوا کشف او ورسره په تړاو درې تنه نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP