مزارشريف (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د” ازادۍ هوډ” په نوم د بېلابېلو سلګونو هنري توکو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون د ليندۍ په ۲۶مه د المان د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي موسسې (نړيوال رواني او ټولنيز مرکز (IPSO) ) په مالي مرسته پيل شو، چې څلور سوه بېلابېل هنري توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
په نندراتون کې د افغاني هنرمندانو د نقاشۍ، خطاطۍ، انځورګرۍ، لاسي او داسې نور توکي نندارې ته وړاندي شوي.
په مزارشريف کې د (IPSO) نړيوال رواني او ټولنيز مرکز ساحوي مسوول محمدي نيازي د ياد نندارتون د پرانيستې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې نندراې څخه يې موخه د افغاني هنرمندانو تشويق او افغاني فرهنګ پياوړي کول دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوولس کلونو کې که څه هم افغاني فرهنګ په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی؛ خو لا هم هنرمندانو ته د اړتيا وړ پام نه دی شوی.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې د ياد نندراتون له لارې د هنرمندانو د تشويق تر څنګ د هغوی د هنري اثارو د پلورلو لپاره هم تبليغات وشي.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق چې د ياد نندراتون په پرانيسته کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، که چېرې افغاني هنرمندان تشويق نه شي نو لرې نه ده، چې په هېواد کې ډېری هنرونه له منځه ولاړ شي.
نوموړي ورته نندارتونونه ګټور وبلل او زياته يې کړه، چې له دې لارې که څه هم هنرمندان په معنوي توګه تشويقېږي؛ سربېره پر دې يې د هنري اثارو د خرڅلاو لپاره لاره هم هوارېږي.
د بلخ پوهنتون محصل محمد نادر، چې له ياد نندراتون څخه يې ننداره کوله پژواک ته وويل، چې له ډېر وخت وروسته يې د هنرونو په ډله ييز نندارتون کې برخه واخيسته.
نوموړي زياته کړه، چې په نندراتون کې يې ډېری نقاشي او انځورګري ته پام واوښت او په ليدو يې خوښ شو.
د نندراتون د پرانيستې په مراسمو کې د رپ سندرې او سټېج ډرامې هم وړاندې شوې.
د (IPSO) نړيوال رواني او ټولنيز مرکز ساحوي مسوول مهمدي نيازي وويل، چې دغه نندراتون نن پر مزارشريف سربېره د افغانستان په څلورو نورو سترو ښارونو (کابل، کندهار، هرات، کندوز او ننګرهار) کې هم جوړ شول.
د يادونې ده، چې (ipso) موسسه په افغانستان د رواني او ټولنيزو ناروغيو د درملنې په برخه کې کار کوي، چې د همدغه نندراتون له لارې يې په دغه هېواد کې فرهنګي فعاليت هم پيل کړ.