ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د هنري او لاسي توکو نندارتون جوړ شو

هرات کې د هنري او لاسي توکو نندارتون جوړ شو

author avatar
17 Dec 2013 - 15:47
هرات کې د هنري او لاسي توکو نندارتون جوړ شو
author avatar
17 Dec 2013 - 15:47

هرات ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): په هرات ښار کې د “زه څوک يم” تر سرليک لاندې د کورنيو هنري توکو درې ورځنۍ نندارتون د ليندۍ په ٢٦مه پرانيستل شو.

د دغه نندارتون يوه سمبالوونکي او په دغه ولايت کې د المان د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي موسسې (نړيوال رواني او ټولنيز مرکز (IPSO)) د کلتوري چارو استازي نويدالرحمن عالم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه نندارتون کې ١٥٠ قلمه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پر انځورونو سربېره، د کورني صنعت لکه منګي، د لوبو سامان د موسيقۍ الات او د هېواد د لرغوني تمدن ځينې بېلګې چې د ژمي صندلي د کلتور يوه بله بېلګه نندارې ته اېښي دي.

نوموړى وايي، چې په نندارتون کې اېښودل شوي توکي د ۸۰ ځوانانو د لاس محصول دی، چې د کاري توکو د هر کس يوه نمونه يې دلته منل شوې ده.

د عالم په وينا، د نندارتون لګښت د المان د بهرنيو چارو وزارت پر غاړه دى او د افغانستان په کچه لومړۍ تجربه ده، چې د ايپسو موسسې په چوکاټ کې له لسو کلونو راهيسې د رواني ناروغيو او د هنر څانګه په افغانستان کې فعاليت کوي.

يوې ١٩ کلنې پېغلې رويا چې نندارتون ته راغلې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې ياد نندارتون د دې لپاره په زړه پوري و.

هغې زياته کړه: ((زما لپاره د کلالۍ ښايسته لوښي په زړه پورې و، کله مې هم داسې ښکلې کوزې او کوزړي نه وو ليدلي، په انځورونو کې مې هم ډېر ښه هنري عسکونه وليدل.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.