Language

په ننګرهار کې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

 جلال اباد(پژواک٢٦ليندۍ٩٢): چارواکي وايي ، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري د چاڼيزو عملياتو په پايله کې ١٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تيره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په هغو ناامنو سيمو کې د افغان  ګډو ځواکونو له لوري عمليات شوي، په کومو کې چې د وسله والو مخالفينو فعاليت زيات و.

 دى وايي، چې د عملياتو په جريان کې تيره ورځ ناوخته د سرې کلا په سيمه کې د وسله والو مخالفينو سره نښته رامنځته شوې، چې له امله يې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 ده وويل: (( افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

 نوموړي دا هم وويل ، چې د چاوديدونکو توکو په تور يې هم دوه تنه نيولي دي.

 د يو بل خبر له مخې، د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې پوليسو نن د دې ولايت د دره نور ولسوالۍ د برکوټ په  سيمه کې د وسله والو مخالفينو دوه مهم قوماندان نيولي دي.

 ده وويل: (( دغو کسانو به د سړک غاړې ماينونه ځاى پر ځاى کول، په لغمان کې يې پنځه پوليس  لومړى نيولي او بيا يې په بې رحمۍ سره په شهادت رسولي وو.))

 دى وايي ، چې دا مهال دواړه نيول شوي کسان د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په مديريت کې تر پلټنو لاندې دي، تر څو د نورو ملګرو په اړه يې معلومات تر لاسه کړي.

 تېره ورځ ننګرهار ولايت د چپرهار په ګډل سيمه کې لومړى د پچير اګام ولسوالۍ  پر امنيه قوماندان وسله وال بريد وشو او له نښتې وروسته يادى شوى قوماندان د خوږې چينې په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې له درېيو سرتېرو سره ووژل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.