تالقان (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٢): دتخار ولايت چارواکو د تاجکستان سرحدي ځواکونو له خوا ددرېيوافغان قاچاق وړونکو دوژل کېدو او دسل کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور دڅلور تنو د نيول کېدو خبر ورکړ.
يادو درې افغان قاچاق وړونکو، چې غوښتل يې ١١ کيلوګرامه نشه يي توکي تاجکستان هېواد ته قاچاق کړي، تېره ورځ د تاجکستان سرحدي ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شول.
دتخار ولايت دوالي وياند سنت الله تيمور نن پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو درېيو تنو، چې په ماهرانه توګه ددشت قلعه ولسوالۍ دسرحدي پوليسو د تلاشۍ له پوستۍ څخه تېر شوي وو غوښتل يې تاجکستان ته ولاړشي، چې دتاجکستان د سرحدي پوليس له خوا په نښته شول.
دتخار ولايت دوالي وياند د سل کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق په تور د څلورو تنو د نيول کېدو خبر هم ورکړ .
هغه وويل ،درې قاچاق وړونکي، چې له څه مودې راهيسې د تخار دملي امنيت د کارکونکو تر تعقيب لاندې وو، تېره ورځ له ٦٦ کيلوګرامه ترياکو سره د تخار ښار په اورتبوز سيمه کې ونيول شول.
نوموړي زياته کړه، ياد کسان داستوګنې په يوه کور کې و، چې د ملي امنيت ځواکونو دکور له خاوند سره يو ځاى نيولي او څارنوالۍ ته يې ورپېژندلي دي.
د والي وياند همداراز دنشه يي توکو د يوه بل قاچاق وړونکي د نيول کېدو خبر هم ورکړ، چې ٣٦ کيلوګرامه چرس او ترياک يې له اشکمش ولسوالۍ څخه د تالقانو ښارته ليږدول.
د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې د روان کال په جريان کې يې د نشه يي توکو ١٦ قاچاق وړونکي له سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي.