کابل ( پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٢ ) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي يو ځل بيا د امنيتي سند لپاره د ولسمشر پر شرطونو ټينګار وکړ، خو په ډاګه يې کړه، چې دا سند به په يوه مناسب وخت کې لاسليک شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي ظاهر طنين دغه څرګندونې پرون د افغانستان په اړه د امنيت شورا د ځانګړې غونډې پر مهال کړې دي.
هغه يادې غونډې ته په خپله تفصيلي وينا کې د تېرو ١٢ کلونو د لاسته راوړنو يادونه وکړه او ځينې ننګونې يې هم په ګوته کړې.
طنين وويل ، چې په دې موده کې شپږ ميليونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي ، شاوخوا لس ميليونه ماشومان او ځوانان ښوونځيو ته ځي او د بيارغونې په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.
د نوموړي په وينا، افغانانو په تېره يوه لسيزه کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ازادي او خپلواکي ترلاسه کړې او خپل حقوق يې هم تر يوه بريده ترلاسه کړي دي.
ده زياته کړه ، چې ٢٠١٣ کال د افغانانو لپاره ډېر مهم و، په دې کال کې افغان ملي ځواکونو ته د امنيتي چارو مسووليتونه وسپارل شول او هغوى په برياليتوب سره دغه کار پرمخ وړي.
خو د افغانستان ځانګړي استازي وويل ، چې دوى اوس هم له يو شمېر ننګونو سره مخ دي.
د هغه په وينا، افغانان اوس هم له دا ډول خلکو سره مخامخ دي، چې هغوى د افغانستان د پرمختګ مخنيوى کوي ، خو حکومت د سولې او پخلاينې لاره خپله کړې ده.
ده زياته کړه : (( لکه څرنګه چې ٢٠١٣ کال په ختمېدو ده، افغانان د بدلون لسيزې ته سترګې په لار دي ، دا هدف د افغانستان د راتلونکي ، پرمختګ او سولې لپاره ډېر مهم دى .))
طنين وويل ، چې په روان کال کې افغانستان له نړيوالو سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړې او د امريکا په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره يې ستراتيژيک او د همکاريو سندونه لاسليک کړل.
د افغانستان ځانګړي استازي وويل ، چې تېر کال د امريکا او افغانستان ولسمشرانو د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ او له هغه وروسته يې پر امنيتي سند خبرې اترې او مذاکرات پيل کړل.
هغه زياته کړه ، چې له تېرو ١٥ مياشتو راهيسې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند په تفصيل سره خبرې وشوې او د ليندۍ په ٣مه، د ٢٥٠٠ تنو په ګډون مشورتي لويې جرګې دا سند تاييد کړ.
ظاهر طنين وويل، چې د لويې جرګې په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې وه، چې امنيتي سند بايد افغانانو ته د سولې، امنيت او د پرمختګونو شرايط برابر کړي او وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره امکانات برابر کړي.
د هغه په وينا، د افغانستان مشرتابه يو ځل بيا پر دغو غوښتنو د ټينګار ترڅنګ په ډاګه کړه، چې د عملياتو پر مهال بايد د خلکو کورونو ته امريکايي ځواکونه داخل نه شي .
ده زياته کړه : (( موږ ډاډمن يو چې له امريکا سره به امنيتي سند په يوه مناسب وخت کې لاسليک شي.))
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي دغه راز وويل، دوى تيار دي ، چې له ناټو سره هم تر ٢٠١٤ کال وروسته د دغه سازمان د ځواکونو د پاتې کېدونکونو د حيثيت د تړون (صوفه) په اړه خبرې پيل کړي.
پر امنيتي سند د کابل او واشنګټن تر منځ له تېر يوه کال راهيسې خبرې روانې وې او امريکا ټينګار کاوه، چې دغه سند بايد د ٢٠١٣ کال تر پاى ته رسېدو مخکې لاسليک شي.
د روان لمريز کال د ليندۍ په ٣مه مشورتي لويې جرګې هم امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ د سند د لاسليک لپاره امريکا ته ځينې شرطونه وړاندې کړل.
د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او او د سولې په پروسه کې د عملي اقداماتو ترسره کول د ولسمشر کرزي درې شرطونه وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP