غزني ښار(پژواک ۲۷ ليندۍ ۹۲) : د ٢٠٣ تندر قول اردو وايي، چې د غزني او پکتيکا ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې يې ٣٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا دليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ځواکونو يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني په ګيلان او اندړو او د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ددې عملياتو پر مهال په ګيان کې اوه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي، دغه راز په اندړو ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ په عملياتو کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
سرچينې ويلي ، په ګيان کې نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې وسله والو د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.
د ٢٠٣ قول اردو وايي، چې په يادو عملياتو کې ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددوى له خوا د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ٧٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو هم په غزني کې د يو شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په بېلابېلو نښتو کې يې ګڼ شمېر پوليسو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.